د ایران د سمندري ځواکونو د مشر په حواله پرون دا هم وویل شول، چې د ایران یوې پوځي الوتکۍ په دې وروستېو کې د یوې امریکایي الوتکۍ وړونکي بېړې د پاسه الوتنه کړې او عکسونه یي اخیستي دي.
د نوموړي په باور د امریکایي بیړۍ عملې د ایران پر دغه اقدام اعتراض کړی، خو ویي ویل، ایران د دغه ډول معمولو کشفي الوتنو حق درلوده، چې ترسره یي کړي.
رپوټونه وایي ایران د عمان د سمندر په نړېوالو اوبو کې دا ډول الوتنه کړې ده.
اوله بله پلوه د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد وایي، دی باوري دی، چې ایران به د ملګرو ملتونو د نوېو بندیزونو او د اټومي لانجې په اړوند د امریکا او متحدینو د فشارونو مقاومت وکړي.
احمدي نژاد دا څرګندونې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د اټومي پروګرام د نه پراختیا د کنفرانس په درشل کې په یوې خبري غونډې کې وکړې او ویې ویل، په داسې حال کې چې اسلامي جمهوریت د دغو بندیزونو هرکلۍ نه کوي، له دغو اقداماتو ویره هم نه لري.
په هرحال احمدي نژاد خبرداری ورکړ، چې په ایران باندې د نوېو بندیزونو په لګولو سره به د دغه هېواد او د متحد ایالاتو د اړیکو د ښه کولو د امکاناتو مخه ونیول شي.
د ایران ولسمشر همدا راز وویل، ایران به د شمالي کوریا په څېر د اټومي پروګرام د نه پراختیا له تړون ځان ونه باسي.