د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۴

احمدي نژاد د اټوم بم استعمالول يو شرمناك عمل ګڼي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې تېره ورځ وویل، د ایران له خوا د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه ټوله نړۍ له ګواښ سره مخامخ کړې ده او نړېواله ټولنه باید پر تهران فشار زیات کړي څو خپل مسولیتونه پرځای کړي. هیلري کلینټن دا څرګندونې په نیویارک کې د اټومي وسلو د نه پراختیا پر تړون د غور د کانفرانس په لومړنۍ ورځ خپله وینا کې وکړې.

په دې غونډه کې د ایران په ګډون د نړۍ د ۱۸۹ هېوادونو استازي د اټومي وسلو د نه پراختیا په تړون له سره غور کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې وویل:

"په دې غونډه کې ایران یواځینۍ هېواد دی، چې د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې د مدیره پلاوي د راپور له مخې د اټومي وسلو د خوندي ساتلو په اړه يې خپل مسولیتونه نه دي پر ځای کړي، دا یواځینۍ هېواد دی.

ایران د ملګرو ملتونو امنیت د شورا او د اټومي انرژۍ د نړېوالې ادارې په وړاندې مخالفت څرګند کړی دی او د اټومي وسلو د نه پراختیا راتلونکې يې له خطر سره مخامخ کړی دی."
هيلري:د ایران له خوا د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه ټوله نړۍ له ګواښ سره مخامخ کړې ده


میرمن کلینټن خبردارۍ ورکړ، چې ایران به څه چې يې په وس کې وی ترسره کړي څو د نړېوالې ټولنې پام له ځانه واړوي او ځان د مسولیتونو له پر ځای کولو وژغوري.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې له څرګندونو څو ساعته وړاندې د ایران ولسمشر احمدي نژاد غونډې ته وینا وکړه او د نړۍ د قوتونو د بې وسلې کولو او د امنیت شورا د اوسني جوړښت د بدلون غوښتنه يې وکړه.

احمدي نژاد دا رد کړه، چې ګواکې هېواد يې د اټومي وسلو د جوړولو په تکل کې دی.هغه اټومي وسلې د بشریت لپاره اور وباله.

نوموړي وویل:

"د اټوم بم لرل نه یوازې دا، چې ویاړ نه دی بلکه زور او شرمناک دی او همدارنګه د اټوم بم د کارولو ګواښ او د هغې استعمالول هم شرمناک عمل دی."

احمدي نژاد، چې په دغه کانفرانس کې ګډون کونکي یوازینۍ ولسمشر دی امریکا او متحدان يې تورن کړه، چې د اټومي وسلو د نه پراختیا د تړون په نامه د ملکي اټومي انرژۍ د ترلاسه کولو لپاره د پرمختګ کونکو هېوادونو مخنیوي کوي.

هغه وویل، بدبختانه متحده ایالات هغه هېواد دی چې اټومي وسلې يي کارولي او د ایران په ګډون نورو هېوادونو ته يې د دغو وسلو ګواښ هم کړی دی.

نوموړي پر اسرايیلو تورن ولګاوه، چې په خپلو اټومي وسلو سره منځني ختیځ ته ګواښ جوړوي.

کله چې احمدي نژاد وینا کوله نو د غونډې له تالار څخه د امریکا بریتاینا او فرانسې پلاويي ووتل.

غونډې ته د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کې مون هم وینا وکړه او له ایران څخه يي وغوښتل، چې د خپل اټومي پروګرام په اړه نړېوالو د اندېښنو او شکونو سپیناوی وکړي.
XS
SM
MD
LG