سپینې ماڼۍ د دغی موافقې په اړه د خپروشویو راپورونو په باب محطاطانه عکس العمل څرګند کړی دی.
دا موافقه چې پرون د ترکیې او برازیل د مشرانو په منځګړیتوب ترلاسه شوه په اساس یې ایران خپل د ټیټې کچې ۱۲۰۰ کیلوګرامه یورانیم ترکیې ته ولیږدوي، چې په بدل کې به یې د تهران د تحقیقاتو د اټومي بټۍ لپاره اټومي سونګ مواد ترلاسه کوي.
د سپینې ماڼۍ ویاند رابرټ ګېبس وویل، متحده ایالات تراوسه هیله من دی، چې دغه لانجه له ډیپلوماتیکې لارې هواره شي.
خو زیاته یې کړه چې نننی اعلان به د دی سبب نه شي، چې متحده ایالات له خپلو نړیوالو شریکانو سره یا د ملګروملتونو له لارې هغه هلې ځلې ودروي چې هدف یې واضح دی او هغه دا، چې ایران تراوسه نړۍ ته قناعت نه دی ورکړی، چې اټومي پروګرام یې سوله ییز دی.
"ترهرڅه ړومبی دغه وړاندیز باید د څیړلو لپاره مستقیما د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ ادارې ته وسپارل شي، ټول جزیات یې باید روښانه شي ترڅو نړیواله ټولنه وکولای شي هغه وګوري.
خو دا په هغو اقداماتو کې کوم بدلون نه راولي، چې موږ یې د ایران په اړه په پام کې لرو، چې دا هېواد باید خپل مسولیتونه پرځای کړي، په دې کې بندیزونه هم شامل دي."
ښاغلي ګطبس وویل، دغه موافقه به هله یومثبت ګام وي، چې ایران د ټیټې کچې غني شوي یورانیمو د لیږدولو لپاره په خپلې ژمنې عمل وکړي.
خو هغه دې ته هم اشاره وکړه، چې ایران پرون دا هم وویل، چې ترشل فیصدو پورې به د یورانیمو غني کولو ته په خپله خاوره کې دوام ورکړي، چې دا د ملګروملتونو د امنیت شورا له پریکړه لیکونو سره په تضاد کې دی.
"دا چې دوی خپل د ټیټې کچې یورانیم بهر ته لیږدوی دا یوه مثبته نښه ده. دا به یو پرمختګ وي. خو دا باید درک کړو، چې داسې ښکاري چې دغه وړاندیز د تهران وروستی اعلان ته چې غواړي ترشلو فیصدو پورې یورانیم غني کړي، ځواب نه وایي."
د بهرنیو چارووزارت ویاند فیلیپ کرولي وویل، تراوسه ډیرې پوښتنې شته چې ایران یې باید ځواب ووایي.
نړیواله ټولنه باید په دې پوه شي، چې ایا دغه موافقه کوم نوی شی دی.
جرمنی اوفرانسی دواړو محطاطانه نظر څرګند کړی ویلی یی دی چی دوی دی ته منتظر دی چی ددغی موافقی په اړه زیات جزیات ترلاسه کړي.
د اروپایي اتحادیې د بهرنیو اړیکو مشرې کاترین اشټن وویل، د دغې موافقې لاسلیک کیدا پرسم لوري یو ګام دی خو هغه د ایران د اټومي پروګرام پرسرټولې اندیښنې نه شي لیرې کولای.
د دغی موافقې له اعلان وروسته د ایران ولسمشر محمود احمدی نژاد د ملګروملتونو د امنیت شورا پرپنځو دایمي غړیو او جرمني غږ وکړ، چې د مقابل احترام، عدالت او صداقت پراساس دی نوی خبری ترسره کړی.
دغه شپږ ستر قدرتونه پرایران د ملګروملتونو د څلورم ځل بندیزونو لګولو پرسر خبرې کوي.
د دغې موافقې له مخې ایران منلی چې د دغه هیواد دولس سوه کیلوګرامه په ټیټه پیمانه غني شوي یورانیم دې ترکیې ته یووړل شي او په بدل کې به دا هیواد د طبي څېړنو د بټۍ لپاره اټومي سوند مواد ترلاسه کوي.
وروسته تردې چې سترقدرتونه د دغې موافقی ملاتړ وکړي به دغه یورانیم به د یوې میاشتې په موده کې ترکیې ته لیږدل کیږی اود یوه کال په موده کې به سترقدرتونه ایران ته اټومي سوند مواد ورکوی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر منوچهر متکي په تهران کې په یوه خبري کنفرانس کې د دغې موافقی په اړه وویل:
"د ایران اسلامی جمهوریت موافقه وکړه، چې د ټیټې کچې ۱۲۰۰ کیلوګرامه یورانیم ترکیې ته واستوي. دا یورانیم به چې په ترکیه کې ساتل کیږي د ایران ملکیت وي.
ایران او د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ اداره به یو څارونکي ماموریت وګماري څو په ترکیه کې پردې یورانیمو څارنه وکړي."
د ایران د بهرنیو چارو وزیر منوچهر متکي وویل، چې ایران به د اتومي انرژۍ نړیوالې موسسې ته د خپلې موافقې په باب خبر ورکړي.
دا موافقه له ترکیې او برازیل سره د ایراني چارواکو په خبرو کې حاصل شوه. دا دوه هیوادونه چې د ملګروملتونو د امنیت شورا موقتی غړیتوب لري، د ایران د اتومي فعالیتونو په باب د لومړي ځل لپاره منځګړتوب کوي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر له خپلو ایراني او برازیلي سیالانو سره پردغې موافقې له لاسلیک وروسته وویل، چې نننۍ موافقه دا مانا لري، چې نور نو پرایران د نویو بندیزونو لګولو ضرورت نه شته.
ایران تېرکال د ملګروملتونو ملاتړی هغه پلان رد کړی و، چې له مخې یې د دې هېواد یورانیم د غني کېدو لپاره بهرته استول کیدل او په مقابل کې یې تهران اټومي سونګ مواد ترلاسه کول.
تهران پردې ټینګار کړی و، چې د یورانیمو د غني کېدو پروسه دې په ایران کې دننه ترسره شي.