په دې هیوادکې د راپورونوله مخې شاوخوا درې زره افغانان په اعدام محکوم شوي دي . خو ایرانی چارواکو تراوسه د اعدام شویو دقیق شمیر نه دی ښودلی او یوازې د څو تنو داعدام خبره کوي.
په ایران کې د افغان بندیانو د اعدام په وړاندې اعتراض یوازې په هرات پورې نه رالنډیږي بلکې د دغو اعتراضیه مظاهرو لمن د افغانستان لورلورته غزیدلې ده.
دغو مظاهرو د کابل او تهران ترمنځ پراړیکو هم سیوری کړی او د ایراني چارواکو قهریې راپارولی دی.
د جنګ او سولې نړیوال انستیوت په دې اړه په یوه مطلب کې لیکي:
په ایران کې د افغان بندیانو د اعدامونو په وړاندې د اعتراضونو په ترڅ کې، روانه میاشت په کابل کې د ایران د سفارت په مخکې د یوې مظاهرې په ترڅ کې مظاهره چېانود ایران ضد شعارونو ترڅنګ د ایراني مشرانو عکسونه وسوځول اوله امنیتي ځواکونو سره یې اخ وډب رامنځ ته شو.
تهران تراوسه د اعدام شویو افغانانو اوهم په اعدام د محکوم شویوافغان بندیانو د شمیر له اعلانولوډډه کړې ده خو ویل کېږي چې په دې هیواد کې د دری زرو په شاوخوا کې افغان بندیان په اعدام محکوم شوي او تراوسه په څه باندې اویاوو یې اعدام تطبیق شوی دی.
د جنګ او سولې انستیوت وایي ایراني چارواکوپه افغانستان کې د اعدامونو د شمیر دادعاوو او په دې هیواد کې د ایران ضد مظاهرو په خاطر افغان ډیپلوماتانو ته خپل اعتراض څرګند کړی دی.
ویل شوي چې په ایران کې څه باندې پنځه زره افغانان بندیان دي چې ډیر یې د مخدره موادو د قاچاق په تورنیول شوي او د اعدام په شمول د بند سزاوې ورکړل شوې دي.
د معصومی په نامه یوه پنځه پنځوس کلنه مور چې زوی یی په ایران کې اعدام شوی او د جسد د ترلاسه کولو لپاره یې هلوځلو نتیجه نه ده ورکړې هم د هغو کسانو په ډله کې وه چې روانه میاشت د هرات په برامان جومات کې راټول شوي و او د ایرانی چارواکو په وړاندې یې داعتراض غږونه اوچت کړل.
میرمن معصومې په ژړغونې غږ د ازادۍ راډیو خبریال ته وویل چې زوی په ایران کې اعدام شوی او اوس یې د مړي د انتقال په برخه کې مرسته غواړي :
((وروڼو زوی مې لس ورځې وړاندی په ایران کې اعدام شو. هغه هیڅ ګناه نه وه کړې ایراني چارواکي یې حتی اوس مړی هم نه راکوي. دوی زما زوی اعدام کړاو اوس رانه ډیرې پیسې غواړي چې مړی یې راوسپاري. زه نه پوهیږم څه وکړم، د خدای په لحاظ راسره مرسته وکړﺉ.))
میرمن معصومی د جنګ اوسولی انستیوت ته ویلي چې زوی یې جواد احمد نومیده لس میاشتې وړاندې په هرات کې بې کاره شوی و اوپه قاچاقي ډول ایران ته د کارموندلو په لټه تللی و.
له زویه یې ترتیرې میاشتې خبرنه درلود. خو تېره میاشت یې دایران له تربت جام زندان څخه ټیلیفون کړی و او ډیریې ژړل.
زوی یې ورته ویلي و چې د مخدره موادو د قاچاق په تورچې دی هیڅ ترې خبرنه دی په اعدام محکوم شوی او په لسو ورځو کې به اعدام شي.
د جنګ اوسولې انستیوت وړاندې لیکي میرمن معصومې چې ډیره دردیدلی وه، ایرانیانوته د قاتلانو خطاب وکړزیاته یې کړه چې دوی دافغانانو ترټول بد دښمنان دي.
د معصومې په وینا دوی له بې دینوهم تیره کړې ده.
مشرزوی یې ایران ته تللی و چې د خپل ورور مړی له ځان سره راوړی خو ایراني چارواکو ترې ۳۴۰۰ ډالر غوښتې وه چې مړی یې ورکړی.
په ایران کې د افغانستان شارزدافیر سعید معصوم بدخش جنګ او سولی انستیتوت ته په ټیلیفوني خبرو کې وویل چې په تهران کې دافغانستان سفارت په دې هیواد کې دافغان بندیانو داعدامونود ادعاوو په اړه څیړنه کوي. هغه وویل د اعدام شویو شمیر ښایي له لسو تنووانه وړي.
خو په هرات کې امنیتي چارواکي وایي چې داعدام شویوارقام له دې ډیرلوړدي.
په اسلام قلعه کې د افغانستان د سرحدي پولیسو یوچارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط د جنګ او سولی انستیوت ته ویلي چې په تیرو دوه اونیو کې د شلوتنو تابوتونه له ایرانه هرات ته لیږدول شوي دي چې پنځه یې د ناروغیو له کبله مړه شوې واو نور پنځلس یې اعدام شوي و.
دې چارواکې وویل مرکزي حکومت ورته امرکړی دی چې خبرې رسنیوته به د افغان بندیانو د اعدامونود شمیرپه اړه څه نه وایي.
افغان چارواکو د اعدامونوپه اړه ترډیره وخته چوپتیاغوره کړې وه خو په وروستیو کې د خلکو د پراخو اعتراضونو او دې مسلې ته په ولسي جرګه کې د زیات پام اوښتو په نتیجه کې دې ته مجبوره شول چې دغه چوپتیا ماته کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارووزیر زلمي رسول چې په دې اړه تیره اونۍ د شنبې په ورځ ولسي جرګی ته احضارشوی ، په ایران کې د نهو افغان بندیانو د اعدام خبره وکړه او ویی ویل ایراني لورې ورته ویلي چې نهه تنه افغانان اعدام شوي دي خو د ده په وینا دوی ته دغه شمیره د منلو وړنه ده.
ښاغلي رسول هم وکېلانو ته دایراني چارواکو له نه همکارۍ سروټکاوه او ویې ویل چې په تهران کې د دوی سفارت څو څو وارې له ایراني چارواکو غوښتي دي چې دوی ته دې دافغان بندیانو د محکمې د بهیرد څارلو اجازه ورکړي خو د ده په وینا په تاسف سره چې ایران دا غوښتنه رد کړې ده.
د ولسی جرګی یوه غړی نذیراحمد حنیفی د جنګ او سولی انستیوت ته وویل د ولسی جرګی یوهیت دوه میاشتی مخکې ایران ته تللی وو څود دې هیواد په بندیخانو کې د مخدره موادو په تور دافغان بندیانو مسله له نژدې وڅیړي. هغه وویل دې هیت ته له څیړنو وروسته معلومه شوه چې درې زره افغانان د مخدره موادو په تور محاکمه شوي او داعدام انتظار باسي.
ښاغلی حنیفي وویل، د هغوراټول شویو معلوماتو له مخې چې په ایران کې یې له میشتو افغانانو څخه ترلاسه کړي. د دې هیواد په مختلفو ښارونو کې شاوخوا اویا تنه افغان ځوانان اعدام شوي دي. د څلویښتو مړي یې د اسلام قلعه او نیمروز له پولو افغانستان ته انتقال شوي دي.
د جنګ او سولی نړیوال انستیوت په وینا په افغانستان کې میشت ایراني ډیپلوماتان د اعدام شویو افغانانو د ارقامو په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کوي.
یوه ایراني ډیپلومات چې نوم یې نه دی ښودل شوی د جنګ او سولې انستیوت خبریال ته وویل، موږ ته په دې اړه چې څومره افغانان اعدام شوي او دوی ته د کومو جرمونو په اساس د اعدام سزاوی ورکړل شوې دي تراوسه دقیق معلومات نه دي ر رسیدلي.
خو دایران پریس دولتي ټلویزیون د می په اتمه نیټه په کابل کې دایران د سفیر فدا حسین مالکې له قوله خبرورکړ چې وایي دغه مظاهرې د هغو تنظیم شویو هڅو یوه برخه ده چې هدف یې د دواړو ګاونډیو هیوادونو د تاریخی اړیکو زیانمنول دي.
د ایران سفیر ویلی چې د ده په باورد دغومظاهروترشا د بهرنیانولاس دی. دا د یوه فرد یا یوې ډلې کارنه دی. داد مشخصو سفارتونو له خوا یوه دسیسه ده.
ښاغلی مالکي وویل، غربي هیوادونه دایران افغانستان له ښو اړیکو خوښ نه دي او هڅه کوي چې دغې اړیکې زیانمنې کړي خو د ده په وینا دوی به په دی کار کې بریالی نشی.
د ایران سفیر هم د اعدامونو دقیق شمیر په ګوته نه کړ.
د ایران د بهرنیو چارووزارت د دغو مظاهرو په عکس العمل کې چې په ډیرو کې یې دایراني مشرانو عکسونه هم وسوځول شول، په تهران کې دافغانستان سفیر احضار کړی و چې په خبري رسنیو کې په ایران کې د اعدام شویوافغانانود شمیراو د دغو مظاهرو په ورته خپل احتجاج وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې دایران د سفارت شارزدافیر هم څه موده وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارووزارت ته احضار شوی و ترڅو په ایران کې دافغان بندیانو د اعدام او له افغانانو سره دبد چلند په اړه توضیحات ورکړي.
که د ایران سفیر د دواړو هیوادونو ترمینځ د ښواړیکو خبره کوي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیربیا دایراني لوری د نه همکارۍ خبره کوي.
زلمي رسول چې د تیرې شنبې په ورځ د ولسې جرګې غونډې ته احضار شوی ووپه ډاګه وویل چې ایراني لوری د بهرنیو چارووزارت ته نه د بندیانود نومونو لیست او نه د هغوی د نورومشخصاتو په اړه معلومات ورکوي.
ښاغلی رسول د ولسې جرګې د یو غړي له سختې پوښتنې سره مخامخ شوورته ویې ویل که زموږ سفارت او قونسلګري نه شي کولی په یوه میاشت کې حتی د اعدام شویو افغانانو نومونه ترلاسه کړی نودا سفارت به څنګه دافغانستان ملي ګټې خوندې کړي؟