شاوخوا پینځه ویشت زره ایرانیانو پر دغه هېواد باندې د لګولو شوو بندیزونو پر ضد چې له مخې يې دغه هېواد د نوېو الوتکو او پرزه جاتو له اخیستو منع شوی، عکس العمل ښودلی دی.
د ايران د حکومت سياسي مخالف ميرحسين موسوي وايي، د ولسمشر احمدي نژاد د جمهوري رياست دوره د پخواني شوروي اتحاد د جوسيف سټالين له دورې سره ورته ده. د جرمني خبري اژانس د موسوي پر څرګندونو رپوټ لري.
په ایران کې ګڼشمیر مطبعې ددغه هیواد د اسلامي رژیم د نسکورولو په هڅه تورنې شوي دي. دا موضوع د دې څرګندوی ده، چې د ایران حکومت د تبیلغاتي جګړې په وړاندې، چې چارواکي وايي
په ایران کې ګڼشمیر مطبعې ددغه هیواد د اسلامي رژیم د نسکورولو په هڅه تورنې شوي دي. دا موضوع ددې څرګندوی ده چې د ایران حکومت د تبیلغاتي جګړې په وړاندې چې چارواکي وايي د اسلامي جمهوریت په وړاندې روانه ده ،مقابله کوي .
ايران د ملګرو ملتونو د امنيت شورا معتبرو ډيپلوماتانو ته بلنه ورکړې چې د دې هېواد د اټومي تاسيساتو کتنه وکړي.
د ایران پرقضایي سیستم د انتقادونو په ترڅ کې په وروستیو کې درې مخکښو مذهبي مشرانو د ایران پر قضایي نظام انتقاد وکړ او ویې ویل، چې په هغې کې د تورنو کسانو په اړه عادلانه فیصلې نه کیږي.
د اسرایل د ستراژیکو چارو وزیر پرون وویل، تخنیکې ستونزو د ایران د اټومي وسلو د جوړلو نېټه شاته غورځولی ده. موشی یالان چې پخوا د اسرایل د پوځ لوی درستیز وو او د ایران مسله یي هم د وزارت په کاري اجنډا کې شامله ده، دا خبره د چهارشنبې په ورځ د اسرایل له راډیو سره په مرکه کې وکړه.
د ایران دولتي خبري اژانس ارنا وایي دغه کسان د جندالله ډلې غړي وو، چې تیره اونۍ یي په چابهار کې د یوه جومات مخې ته د برید مسوولیت چې ۳۹ کسه په کې ووژل شول په غاړه واخیسته . دعفوې نړېوال سازمان د دغو کسانو اعدام وغانده او وویل، چې د دوي په حق کې د اعدام سزا یوغچ اخیستونکی عمل ده .
د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، د چهارشنبې په ورځ په چابهارکې چې چا ځان وژونکې حمله کړې په اړه یې تحقیقات روان دي او دا معلومه شوې چې دې کسانو له پاکستان سره اړیکه درلوده. په ایران کې وروستۍ پېښې د ملګرو ملتونو عمومي منشي ډیر حیران کړی او د چابهار ځان وژونکې حمله یې سخته غندلې.
د امریکایي ممثل رابرت ریډفورډ، بریتانوي سندرغاړې سټنګ او د فرانسې د وتلې سیاستوال برنارد کوچنر په ګډون څه د پاسه اتیا هنرمندانو، پوهانو او سیاستوالو نن دوشنبی د سکینې محمدي اشتیاني د خوشې کولو غوښتنه وکړه.
د سعودي عربستان د استخباراتو پخوانی مشر او په واشنګټن کې د دغه هېواد پخوانی سفیر وایي، ایران په خپلو اټومي هلوځلو یوه خطرناکه لاره نیولې ده
تېره اونۍ د نیو یارک ټایمز اونېزې په دې اړه چې ایراني چارواکو د ولسمشر کرزي د دفتر ریس عمر داودزي ته په پلاستیکي کڅوړو کې میلیونونه ډالر ورکړي یو راپور خپور کړ.
نور راوښيه