په یو شمیر مطبعو باندې دا تور د امنیتي ستراتیژیکو څیړنو د یوه مرکز لخوا چې ویل کیږي په خواجه ناصر پوهنتون کې د حکومت پلوه بسیج ځواک لخوا يې مشري کیږي لګول شوی دی .
د ایران د حکومت د مخالفې ویب پاڼې (راه سبز) په وینا دغه ډله چې دا لیست يې خپور کړی د حکومت له امنیتي کړیو سره ارتباط لري.
په دغه راپور کې چې د مطبعو او لیکوالانو نومونه يې خپاره کړي هغه ډول الفاظ کارول شوي چې د ایران د سخت دریځو چارواکو لخوا استعمالیږي .
ددغې ډلې په وینا دغه ۶۴ مخیزه راپور د تبلیغاتو له لارې د ایران د نظام د نسکورولو د هڅې شواهد دي.
دغه راز په راپور کې ویل شوي چې دا یو خبرداری دی د هغو سیاسي کړیو لپاره چې پر تبلیغاتي جګړې عقیده لري.
د (نۍ ) په نامه د ایران یوه معتبره مطبعه تورنه شوې چې د اسلامي نظام د رانسکورولو هڅې تنظیموي.
دغې مطبعې د ټولنیزو مسلو ،فلسفې ،اقتصاد،سیاسي چارو او مذهبې موضوعاتو په اړه کتابونه چاپ کړي دي.
د امریکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار زبګنیف برژینسکي د کتاب (انتخاب: د نړی مشري او یا په نړې کې نفوذ ) فارسي ژباړه په دغه راپور کې د بیلګې په توګه یاده شوې او ویل شوي چې د ا د ایران د رژیم د بې ثباته کولو لپاره چاپ شوي ده.
د نورو مطبعو نومونه چې په دې لست کې خپاره شوي عبارت دي له نشر چشمه،عطايي،کاویر،او ققنوش .
په دې لست کې د ایران د یو شمیر لیکوالانو نومونه هم خپاره شوي دي.
په کاناډا کې میشت د ایران یو مشهور فلسفي رامین جهان بګلو وايي د ایران حکومت هڅه کوي چې په دغه هیواد کې د مطبوعات رنګه بده کړي.
غږ
(هغوي غواړي داسې یوه دسیسه جوړه کړي چې زما په نظر په ایران کې موجوده نه ده ځکه چې دغه مطبعې ددې تر څنګ چې د حکومت د مخالفانو مقالې چاپوي د مذهبي کتابونو په شمول نور مواد هم چاپوي.)
جهان اوګلو چې د امنیتي دلایلو له امله په ۲۰۰۶ کال کې په ایران کې زنداني شوې وو وايي دا فشارونه ښايي د ټولنیزو علومو پر ضد د حکومت د اقداماتو برخه وي.
د ایران ستر مذهبي مشر علی خامنيي ویلي اجتماعي علومو خلک بې لاره کړي او دا کار د دخلکو په عقایدو باندې نا سمه اغیزه کوي.
یو بل ایرانۍ لیکوال ابراهیم نوابي چې نوم يې په خپور شوي لست کې راغلي په ټوقې سره وویل چې ایراني مقاماتو د هغه رتبه ټیټه کړې او ددې پر ځای چې هغه د محارب په نوم یاد کړي پر ده يې د رژیم د پرزولو تور لګولی دی.
هغه پر ځان لګول شوي تور رد کړ او وویل:
(زه او زما په شان نور کسان د وضیعت اصلاح غواړو د رژیم په پرزولو پسې له خامنيي او احمدي نژاد نه زیات څوک دي؟ که کومه ورځ په ایران کې دا نظام نسکوریږي نو زیاتره مسولیت به يې د خامنيي او احمدي نژاد پر غاړه وي. مونږ نه ددې توان لرو او نه ي هم اراده لروو.)
نوابي وايي توقع نه لري چې په لیکوالانو او مطبعو باندې دغه تازه تورونه به اوسنۍ بد وضیعت نور پسې بد کړي.