د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۴۵

پر ایران د لګول شوي بندیزونو په اړه عکس العمل ښودل شوی


شاوخوا پینځه ویشت زره ایرانیانو پر دغه هېواد باندې د لګولو شوو بندیزونو پر ضد چې له مخې يې دغه هېواد د نوېو الوتکو او پرزه جاتو له اخیستو منع شوی، عکس العمل ښودلی دی.

دغو کسانو خپل اعتراض په روانه میاشت کې د یوې مسافر وړونکې ایرانۍ الوتکۍ د رالوېدو له پېښې وروسته د انترنت له لارې څرګند کړی دی.

اعتراض کونکي په دې باور دي چې پر ایران باندې لګول شوو بندیزونو د دغه هېواد د ملکي هوايي چلند په سلامتۍ او معیار باندې ناوړه اغیزه کړی ده.

د روانې جنورۍ میاشتې په نهمه نېټه د ایران یوه مسافر وړونکې الوتکه چې د عملې په ګډون ۱۰۵ کسان په کې سپاره ول د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې راپریوته .

دغې بوینګ ۷۲۷ډوله الوتکۍ چې ۳۷ کاله پخوا جوړه شوې وه د بیړني ناستې هڅه کوله چې پر مځکه راپریوته او ټوټې ټوټې شوه.

دا پېښه چې ۷۷ کسان په کې مړه شوه د ایران د زاړه ملکي هوايي چلند د الوتکو د لوېدو د لړۍ تازه پېښه ده.

د راپورونه له مخې د بندیزونو له امله ایران د الوتکو پرزې له تور بازار او یا زړو الوتکو څخه اخلي .

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د نړېوال ملکي هوايي چلند د ادارې د راپور له مخې خبر ورکړی چې پر ایران باندې د متحده ایالاتو بندیزونو چې تهران د نوېو الوتکو او پرزه جاتو له اخیستو منع کوي د دغه هېواد د عادي وګړو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.

زرګونو ایرانیانو په فیس بوک ویب پاڼه باندې تر دې عنوان لاندې چې (د بې ګناه خلکو پر ضد بندیزونه مه لګوۍ او خلک پریږدی چې په سلامتۍ پرواز وکړي) خپل اعتراضونه خپاره کړي دي.

دغه اعتراضونه د ایران له داخل او بهر نړۍ کې د میشتو ایراني اتباعو له خوا په فارسي او انګلیسي ژبه خپاره شوي دي.

د دغو اعتراض کونکو له ډلې څخه یوه هم ۳۱کلنه مریم تهراني ده چې د سویډن په یوه پوهنتون کې زده کړه کوي.

مریم ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دې اعتراض هدف دادی چې دغه مسله لویدیځو هېوادونو او پریکړه کونکو اشخاصو سره مطرح شي.

هغې وویل، هیڅوک دې حقیقت ته پام نه کوي چې د بندیزونو له امله په ایران کې عام خلک وژل کیږي .

په ایران کې دننه یوه اعتراض کونکي د خپل هېواد اوسنۍ رژیم او د هغې اعمال د دغو بندیزونو مسول بللی خو وايي چې دا یوازې د ایران خلک دي چې د بندیزونو بیه اداکوي.

یو بل اعتراض کونکي سعید سهیلي چې له لندن څخه يې په تیلیفون خبرې کولې پوښتنه کړې چې د الوتکې د سقوط په وروستۍ پېښه کې د ماشومانو په ګډون چې لس ګونه کسان مړه شوه ایا هغوي ټول د ایران د مشرانو د اعمالو مسول دي ؟.

بل لور ته امریکا ټنیګار کوي، چې پر ایران باندې د لګول شوو بندیزونو هدف د دغه هېواد حکومت دی، نه عام وګړي.

خو د سهیلي په وینا دا بندیزونه حکومت ته کوم زیان نه رسوي بلکه بي ګناه خلک ځپي چې دا حقیقت بیا د امریکايي مقاماتو له څرګندونوسره په تضاد کې ده.
XS
SM
MD
LG