د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۴۵

درېو ایراني مذهبي مشرانو د ایران پر قضايي نظام نیوکه کړې


Iran -- Noose ahead of public hanging of gang rapists, Tehran, 29Sep2002
Iran -- Noose ahead of public hanging of gang rapists, Tehran, 29Sep2002

د ایران پرقضایي سیستم د انتقادونو په ترڅ کې په وروستیو کې درې مخکښو مذهبي مشرانو د ایران پر قضایي نظام انتقاد وکړ او ویې ویل، چې په هغې کې د تورنو کسانو په اړه عادلانه فیصلې نه کیږي.

د ایران درې نورو لوړرتبه مذهبي مشرانو د حکومت پرسیاستونو انتقادونه وکړل.

د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور له مخې د ایران د خبرګانو د شورا غړي ایات اله علي محمد د ستغیب د سې شنبې په ورځ د بندې اصلاح غوښتونکي مصطفی تاج زاده له کورنۍ سره په کتنه کې وویل، چې د ایران اوسنی رژیم نه جمهوري او نه هم اسلامي دی. د هغه دا خبره د اپوزیسون ویب پاڼې کلمې خپره کړې ده.

د ستغیب د سیاسي بندیانو د دوسیو د اجراتو او همداراز د هغو په وړاندې د ایراني مامورینو د چلند په اړه انتقاد وکړ.
هغه دې ټکي ته په اشاره، چې د تورن اعتراف یواځې د قاضي په وړاندې اعتبار لري او له تورنه په زور اعتراف اخیستل مجاز نه دی، اوسنی وضعیت د قران او سنت او اساسي قانون خلاف وباله.

په قم کې ایات اله یوسف ساني چې اصلاح غوښتونکی بلل کیږی، وویل چې د اوږدې مودې لپاره د زندان په یوه خونه کې د یوه بندي ساتل او پرحقونو یې تیری کول د شریعت خلاف کار دی.

ایات اله وحید خراساني، چې په قم کې مرجع تقلید یا د فتوا ورکولو صلاحیت لرونکی دی، د تیرې دوشنبې په ورځ وویل، چې په زندان کې د یوه بندي اعتراف اعتبار نه لري او هغه قاضي چې د دې ډول اعتراف په اساس فیصله کوي، د قضاوت کولو وړتیا نه لري.

په پاریس کې میشت مذهبي مشر محمد جواد اکبرین فردا راډیو ته وویل، چې د خراساني دغه وینا د هغه د سیاسي دریځ ښکارندوی نه ده، بلکې نظام ته یوه یادونه ده، چې شریعت یې له پامه غورځولی دی.

هغه وویل، که څه هم ایران د اسلامي جمهوریت ادعا کوي، چې شریعت تطبیق کوي، خو قضایي سیسټم بل ډول عمل کوي.

اکبرین زیاته کړه، چې د خراساني وینا نوې نه ده بلکې هغه د شریعت په اړه یوه یادونه ده، چې زموږ لپاره ډيره مهمه ده.

د ایران د سخت دریځو بانفوذه ورځپاڼې کیهان په وروستیو کې پرهغو مذهبي مشرانو سخت انتقاد وکړ، چې د سیاسي بندیانو له کورنیو سره یې لیدلي دي. دې ورځپاڼې د دوی دغه عمل له دښمنانو سره همکاري بللې ده.
XS
SM
MD
LG