د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۴۵

ايران ځينې ډيپلوماتان وربللي چې اټومي تاسياست يې وګوري


د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند رامين مهمانپرست
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند رامين مهمانپرست

ايران د ملګرو ملتونو د امنيت شورا معتبرو ډيپلوماتانو ته بلنه ورکړې چې د دې هېواد د اټومي تاسيساتو کتنه وکړي.

دا بلنه په داسې حال کې ورکول کېږي چې ټاکل شوې د دې مياشتې په وروستيو کې د ترکيې په استانبول کې د نړۍ لوى قدرتونه د ايران پر لانجمن اټومي پروګرام خبرې وکړي.

ايران وايي، ځينو ډيپلوماتانو ته يې چې د ملګرو ملتونو له لوري د اټومي پروګرامونو د څار دنده لري، بلنه ورکړې چې په ايران کې د دې هېواد اټومي تاسيسات وګوري.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند رامين مهمانپرست وويل، په رابلل شوېو کې د شپږو قدرتونو ځينې استازي، چې په دغو خبرو اترو کې برخه لري- هم شامل دي. نوموړي زياته کړه د اروپايي ټولنې ځينې غړي هېوادونه هم رابلل شوي، مهمانپرست وويل له دې بلنې يو هدف دا دى، چې نورو ته د ايران ښه نيت څرګند شي:

”د بېلابېلو هېوادونو سفيرانو ته د نوې بلنې اقدام، چې زموږ د هېواد اټومي تاسيسات وګوري، د دغو فعاليتونو د سوله ييزتوب او له نورو سره د همکارۍ په برخه کې زموږ ښه نيت څرګندوي“

په پيکنګ کې د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند هونګ لي تاييد کړه، چې په بلل شوېو هېوادونو کې چين هم شامل دى، خو نوموړي نور معلومات ورنه کړل. راپورونه وايي د روسيې تر څنګ د کيوبا او مصر استازو ته هم بلنه ورکړل شوې ده.

د هنګري د بهرنيو چارو وزارت چې هېواد يې دا مهال د اروپايي ټولنې مشري کوي، تاييد کړه چې د ايران له لوري يې يو ليک ترلاسه کړى او دوى پر دې مسئله د اروپايي ټولنې د بهرني سياست له مشرې کاترين اشتون او نورو غړو هېواونو سره سلا مشوره کوي.

د اروپايي ټولنې وياند وويل د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې لپاره د اروپايي ټولنې سفير هم د ايران له لوري دغه ليک ترلاسه کړى، چې د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې او د دې ادارې د څېړونکو لپاره دى چې د ايران اټومي تاسيساتو ته پوره لاسرسى ولري او د دې پروګرام په برخه کې خپله ارزونه او څېړنه وکړي.

دا چې ايا د امريکا استازى به هم دغو رابلل شويو ډيپلوماتانو کې شامل وي که څنګه؟ مهمانپرست وويل هغه هېوادونه چې رابلل شوي ليست به يې تر نهايي کېدو وروسته اعلان شي،د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند فليپ کرولي، د ايران د دې بلنې په باب خبريالانو ته خبرې وکړې:

”تاسې به دا يو جادويي او مرموز سفر ګڼئ، خو دا ايران ته يو بديل دى، نه داسې يو کار چې ايران يې بايد وکړي، چې د ايران لپاره ضروري کار د اټومي انرژۍ له نړيوالې ادارې سره د بشپړ شفافيت په رڼا کې همکاري ده“

ځينو سرچينو چې نومونه يې نه دي اخيستل شوي له غربي رسنيو سره په خبرو کې ويلي په پلان شوي سفر کې به د ايران په بوشهر او نتانز کې د اټومي بټيو او تاسيساتو کتنه وشي.

د اټومي انرژۍ په نړيواله اداره کې د ايران سفير علي اصغر سلطاني وويل ټاکل شوې دغه کتنه د جنورۍ له پنځلسمې تر شاړسمې پورې وشي، مخکې تر دې چې د ايران د اټومي پروګرام پر سر په استانبول کې د نړۍ شپږ قدرتونه او ايران د دې مياشتې په وروستيو کې خبرو ته کښېني.

د ايران د اټومي پروګرام په باب تر دې مخکې هم خبرې شوي، خو داسې ښکاري چې دغو کتنو او خبرو اترو نتيجه نه ده ورکړې. لوېديځ پر ايران تور لګوي چې له خپل اټومي پروګرام څخه د اټومي وسلو په جوړولو کې کار اخلي او ايران وايي دغه پروګرام يې سوله يي اهداف لري.
XS
SM
MD
LG