د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۴۵

اسراييل وايي، چې د ایران اټومي پروګرام له یو لړ تخنیکي ستونزو سره مخامخ شوی


د اسرایل د ستراژیکو چارو وزیر پرون وویل، تخنیکې ستونزو د ایران د اټومي وسلو د جوړلو نېټه شاته غورځولی ده.

موشی یالان چې پخوا د اسرایل د پوځ لوی درستیز وو او د ایران مسله یي هم د وزارت په کاري اجنډا کې شامله ده، دا خبره د چهارشنبې په ورځ د اسرایل له راډیو سره په مرکه کې وکړه.

هغه وویل، دی په دې باور دی چې ایران د اټومی وسلو تر جوړولو پورې لږ تر لږه درې کاله فاصله لري، ایران له دې انکار کوي چې د اټومي وسله په لټه کې دی.

د اسرایل پوځي چارواکو ویلي دي، چې ایران د اټوم بم د جوړولو مهارت ترلاسه کړی خو ورته د اړتیا وړ موادو په برابرولو کې وخت ته اړتیا لري.

د اسرایل د ستراتیژیکو چارو د وزیر وروستی ارزیابي هغو مخکینیو ته ورته ده چې نورو اسرایلي چارواکو ورکړې وه او ویلي وو چې ایران ښایي وکولای شي له یوه نه تردرېیو کلونو پورې اتوم بم تولید کړي.

یالان وویل، تخنیکې ستونزو د ایران د اټومي وسلو د تولید نېټه شاته غورځولې او ایران په اوس وخت کې په خپله د دې توان نه لري چې اټوم بم جوړ کړي.

د هغه په وینا که ایران د یورانیمو د غني کولو پروسې ته په بریالیتوب سره دوام ورکړي، ښایي تر راتلونکو درېیو کلونو پورې دې هدف ته ورسیږي.

د اسرایل د پوځ پخوانی لوی درستیز وویل، دی هیله من دی چې ایران هیڅکله په دې کار کې بریالۍ نه شي او لویدیځ په خپلو هڅو سره بالاخره د دې هېواد د اټومي وسلو د جوړولو مخه ونیسي.

اسرایل ایران ته د یوه ستراتیژیک ګواښ په سترګه ویني، ځکه د دې هېواد د اټومي پروګرام او د لېرې واټن ویشتونکو توغندیو د سیستم پر پراختیا سربیره د ایران د ولسمشر محمود احمدي نژاد وینا چې اسرایل باید د ځمکې له نقشې څخه وایستل شي، داسرایل دغه نظر لا پیاوړي کړی دی.
XS
SM
MD
LG