د ایران دولتي خبري اژانس ارنا وایي دغه کسان د جندالله ډلې غړي وو، چې تیره اونۍ یي په چابهار کې د یوه جومات مخې ته د برید مسوولیت چې ۳۹ کسه په کې ووژل شول په غاړه واخیسته .
دعفوې نړېوال سازمان د دغو کسانو اعدام وغانده او وویل، چې د دوي په حق کې د اعدام سزا یوغچ اخیستونکی عمل ده .
دعفوې نړېوال سازمان وایي، چې د ایران حکومت ښایي بشري حقوقو ته درناوې وکړي او د نړېوال قانون سره سم خپلې ژمنې تر سره کړي خو په دغې قضیي کې دوي ډله ایز اعدام په داسې طریقه اجرا کړي چې د بشري حقوقو غوښتنې یي له پامه غورځولی دی.
د ایران دولتي خبري اژانس ارنا د ټولو یوولسو اعدام شوېو کسانو نومونه اعلان کړل، د دوي له نومونو ښکاري چې دوي بلوڅان دي.
د جندالله ډله څوکاله کیږي، چې په سیستان بلوچستان ولایت کې د حکومت خلاف فعالیت کوي.
جندالله وایي، چې د بلوچ سني اقلیت د حقوقو لپاره مبارزه کوي چې د ایران شیعه رژیم یي په حق کې له تبعیضه کار اخلي.
ایران تور لګوي، چې جندالله ډله له القاعده شبکې سره ارتباط لري خو کار پوهانو د دغسې کوم ارتباط دلایل نه دي موندلي، امریکا د روان کال په پیل کې جندالله ډله یو تروریست سازمان وګاڼه .
د سیستان بلوچستان د ولایت دعدلي ادارې مشر ابراهیم حمیدي وویل، چې د تروریستي ډلې یوولس غړي او اجیران چې په تروریستي فعالیتونو کې یي لاس درلوده، له پولیسو سره جنګېدل او بې ګناه خلک یي وژل اعدام شول، دغه کسان سهار مهال د سیستان بلوچستان ولایت په مرکز زاهدان کې اعدام شول .
حمیدي وایي، چې ټول دغه یوولس کسه په یوې عادلانه او پرانیستې محکمې کې محکوم شول.
په دوي تور لګول شوی وو، چې د تیروکلونو په هغو بریدونو کې یي لاس درلوده چې په نتیجه کې یي ۱۵ پولیس او د پاسدارانو ۱۲ غړي وژل شوي دي.