ايران د سې شنبې په ورځ وويل چې د امريکا يوه بې پيلوټه الوتکه يې نيولې ده. د ايران يوه تلويزيون داسې انځورونه خپاره کړل چې بې پيلوټه الوتکه له ايراني پوځيانو سره ده، خو بل لور ته د امريکا سمندري ځواکونو ويلې دي چې د دوي هيڅ بې پيلوټه الوتکه نه ده ورکه شوې...
دملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څار نړیوالې ادارې د پنجشنبې په ورځ د اتریش په مرکز ویانا کي د ایران د اټومي پروګرام په اړه غونډه پيل کړه .
د ایران تر ټولو لوړ رتبه چارواکی، ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي، په ډيرو وختونو کې بې پيسو وي او د خپلو ساتونکو (ګاردانو) څخه پيسې په پور اخلي.د ایران د ستر مذهبي مشر د شخصي ژوند په اړه دا معلومات د ایت الله رسولي محالاتي په حواله خپاره شوي دي....
ایران او واشنګټن تر دې مخکې په سیمه ییزوغونډو کې پر داسې مواردو لکه د عراق او افغانستان پر حالاتو، خبرې کړې دي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي نن وویل، چې د تهران د اټمي پروګرام په اړه خبرې فرق لري....
ایران د نشه يي توکو په اړه لس تنه قاچاق وړونکي د چارشنبې په ورځ په زندان کې اعدام کړل.دا خبر د فرانسې خبري اژانس د ایران د لوی څارنوالی د ویب پاڼې په حواله خپور کړی دی.په اعلامیې کې راغلي، دا سړي، چې د سلګونو کیلوګرامو مخدرو موادو په قاچاق محکوم شوي وو په دار شول...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلینتن یو ځل بیا له ایرانه وغوښتل، چې د خپل اټومي پروګرام په اړه جدي خبرې پیل کړي او ټینګار یي وکړ، چې د خبرو اترو لپاره ور به د تل لپاره خلاص نه وي. کلینتن په سارایوو کې د اروپایي اتحادیي د بهرنې سیاست له مشرې کاترین اشتن سره په یو ګډ خبري کنفرانس...
د رها د ټلویزیوني چینل رئیس « علي اضغر رمضانپور» په لندن کي خبریالانو ته وویل “ رها تلویزیوني چینل به لومړی آزاد تلویزیون وي چي، په ایرانیانو پورې به اړه ولري̋.
د ایران مذهبي عالم او د ایران د رژیم سیاسي مخالف احمد قابل مړ شو، د هغه کورنۍ ازادي راډیو ته وویل، چې قابل وروسته له شپږ ورځو بې هوشی د مشهد په یوه روغتون کې ساه ورکړه.هغه په دوه زره یوولسم کال کې د ایران د رژیم پرضد پر پرپاګند او د ایران د ستر مذهبي مشر ایت اله علی خامنه یې پر توهین تورن وبلل شو او د شلو میاشتو په مخه زنداني شو...
د امریکا د ملي امنیت د شورا یو ویاند پدې اړه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې لخوا خپور شوې رپورټ رد کړ. پدې رپورټ کې ویل شوي وو، چې امریکا او ایران د لومړي ځل لپاره موافقه کړې، چې دوه په دوه د خبرو میز ته کیني.
لویدیځ حکومتونه په دې باور لري چې د ایران اقتصاد په داسې چټکۍ د نابودۍ خوا ته روان دی چې تر راتلونکې پسرلي پورې ښايي، د لودیځو هیوادونو د اقتصادي بندیزونو ، ددې هیواد د نفتو پر خرڅلاو د پابندۍ او د کورنۍ ناسالمې ادارې له امله له سقوط سره مخ شي.
اروپايي ټولنې د ایران له خوا د اټومي وسلو د جوړولو د پروګرام د درولو په هدف پر تهران نوي بندیزونه وضعه کړل. د بریتانې د بهرنیو چارو وزیر ولیم هیګ تیره ورځ د ازادې اروپا له ازادۍ راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل، دا بندیزونه د اټومي وسلو له جوړولو څخه د ایران د منع کولو په هدف دي
د ایران د دفاع وزیر احمد وحیدي د خپل هېواد دولتي ټلویزون سره په خبرو کې وویل؛ چې د اسراییل هوايي قلمرو ته د دوی د بې پیلوټه الوتکې داخلیدل دا ښيي؛ چې د اسراییل هوايي دفاعي سیسټم نیمګړتیاوې لري. نوموړي وویل، ایران باور لري، چې د اسراییلي الوتکو...
نور راوښيه