د ایران د دفاع وزیر احمد وحیدي د خپل هېواد دولتي ټلویزون سره په خبرو کې وویل؛ چې د اسراییل هوايي قلمرو ته د دوی د بې پیلوټه الوتکې داخلیدل دا ښيي؛ چې د اسراییل هوايي دفاعي سیسټم نیمګړتیاوې لري.
نوموړي وویل، ایران باور لري، چې د اسراییلي الوتکو له خوا په وار وار سره د لبنان له هوايي قلمرو څخه سرغړونو ته په پام سره حزب الله دا حق لري؛ چې د اسراییل هوا ته بې پیلوټه الوتکې واستوي.
د لبنان میشت حزب الله شیعه وسله والې ډلې تیره پنجشنبه وویل؛ چې د دوی له خوا استول شوې یوه بې پیلوټه الوتکه ۵۵ کیلو متره دننه د اسراییل هوايي قلمرو ته داخله شوې ده.
د اسراییل حکومت وویل، د دوی هوايي ځواک دا الوتکه چې پرزې يې په ایران کې جوړې شوې او بیا حزب الله یو ځای کړې ده، په خپله خاوره رانسکوره کړې ده.
د تهران د اټمي پروګرام له امله په سیمه کې د اسراییل او ایران تر منځ کړکیچ مخ په زیاتیدو دی. اسراییل ګواښ کړی، چې که ډیپلوماټیکې هلې ځلې نتیجه ورنه کړي؛ نو کیدای شي دا هیواد د ایران پر اټمي تاسیساتو هوايي برید وکړي.
ایران بیا خبرداری ورکوي، چې پر دې هیواد د هر ډول حملې په ځواب کې به تهران په سیمه کې د امریکا پوځي اډې په نخښه کړي او په خلیج کې به د هرموز تنګی چې د نړۍ د تیلو یوه زیاته برخه ترې تیریږي، وتړي.
متحده ایالات او لویدیځ قوتونه وايي، ایران د اټمي وسلو د جوړولو په تکل کې دی خو تهران بیا دا نه مني او ټینګار کوي؛ چې اټمي پروګرام يې د سوله ییزه اهدافو لپاره دی.