په دې اړه د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې لیکنه کړې او په کې د لویدیځو هیوادونو د اټکلونو له مخې وايي، چې د راتلونکیو شپږو میاشتو څخه تر یو کال پورې به د ایران د بهرنیو اسعارو زیرمې تشې شي او د دې هېواد لپاره به بهر کې د خپلو تولیداتو خرڅلاو او د بهرنیو مالونو واردول ناممکن شي. دا کار به په ایران کې د تولید او خدماتو د سکتور د کار دوام په ټپه ودروي .
لویدیځو هیوادونو په روان کال کې پر ایران پرلپسې اقتصادي بندیزونه پیاوړی کړل څو دا هیواد له اقتصادي بحران سره مخ شي او خپل اتومي پروګرام په بشپړه توګه بند کړي او یا یې وځنډوي ، ځکه دا هیوادونه دا نه مني چې د ایران اتومي پروګرام دې سوله ایز وي .
ایران دا ادعاوې رد کړي او تر اوسه یې د اقتصادي بندیزونو په وړاندې مقاومت ښودلی دی . ددې هیواد چارواکي وايي چې اتومي پروګرام یې د ملکي اهدافو لپاره دی .
غربي چارواکي وايي ، په ایران کې د مالي توازون د نشتوالي بحران ایجادول ددې هیواد د واکمن ریژیم دوام ته ګواښ پېښولی شي .
اروپايي ټولنې په روانه اونۍ کې د ایران د انرژۍ ، مالي او طبیعي سرچینو پر سیکتورونو نوي بندیزونه اعلان کړل . دا داسې څه دي چې د ایران د بهرنیو اسعارو سرچینې تر پخوا زر خالي کوي . او د ایراني ریال بیه په چټکۍ راغورځوي .
په ایران کې یو لویدیځ ډیپلوماټ چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د لاس اجلس ټایمز ورځپاڼې ته ویلي ، بندیزونو د ایران د نفتو صادرات نیمايي ته راکم کړي دي . او په بهرنیو تبادولاتو کې یې د ایران توانايي محدوده کړې ده .
لویدیځ هیوادونه په دې باور دي چې که د ایران مالي زیرمې له ستونزې سره مخ شي دا هیواد به د یورانیمو له غني کولو لاس واخلي .
د اسراییلو حکومت پر دې باور دی چې ایران به په راتلونکیو شپږو میاشتو کې د اتومې سرګلولې د جوړولو وړتیا پیدا کړي ، خو د ولسمشر بارک اوباما اداره بیا وايي چې دا کار به ښايي کلونه وخت وغواړي .
نور لویديځ هیوادونه په دې اړه له څه ویلو ډه ډه کوي چې ایران به څه وخت اتومې وسله جوړه کړی شي .
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو پخواني چارواکی کلیپ کپ چان چې اوس د یورو ایشیا په مشورتي شرکت کې کار کوي وايي د ایران د اقتصاد د سقوط لپاره د وخت اټکل اسانه کار نه دی ، ځکه د نوموړي په وینا په دې برخه کې ډیر پیچلي فکټورونه شته دی .
نوموړي وايي د ایران د بهرنیو اسعارو د زیرمو په اړه اټکلونه هم له یو بله توپیر لري او د دیرشو میلیاردو ډالرو څخه نیولې تر یوسلو لس میلیاردو ډالرو پورې اټکل کیږي .
کلیپ کپ چان وايي د هغو شمیرو له مخې چې دا یې لري د ایران د اقتصاد د سقوط په اړه اټکل ورته ستونزمن ښکاري .