د ایران مذهبي عالم او د ایران د رژیم سیاسي مخالف احمد قابل مړ شو، د هغه کورنۍ ازادي راډیو ته وویل، چې قابل وروسته له شپږ ورځو بې هوشی د مشهد په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
هغه په دوه زره یوولسم کال کې د ایران د رژیم پرضد پر پرپاګند او د ایران د ستر مذهبي مشر ایت اله علی خامنه یې پر توهین تورن وبلل شو او د شلو میاشتو په مخه زنداني شو.
سږکال اوړی له زندانه ازاد شو، خو د مغزو د سرطان له امله روغتون ته انتقال شو. قابل د ایت اله منتظري له پیروانو څخه وو، چې څو ځله زنداني شوی دی.
هغو کسانو، چې احمد قابل پیژندو هغوي به احمد قابل د یوه زړور او لوی انسان په توګه په یاد ولري. قابل د اته پنځوس کلونو په عمر له نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
قابل د ایت اله منتظري له شاګردانو څخه وو، چې دی د ایران د زرغون غورځنګ پلار او د ایران د اوسنی نظام سیاسي مخالف وو .
منتظري څو ځله په ډیر وضاحت د ایران د مذهبي مشر ایا اله خامنه سره مخالفت کړی او هغه یې مطلق العنان دیکتاتور بللی او ویلی یې دي، چې هغه دولتي زور زیاتی پیل کړی.
یو ایراني کارپوه مهدي خلیجي، چې د واشنګتن د منځنی ختیځ په انستیتیوت کې کار کوي وايي، قابل ډیر لبرال اسلامي نظرونه تدریس کول. یعنې یو مدرن اسلام چې په ایران کې د سخت دریځو لپاره چې اوس په قدرت کې دي د منلو وړ نه وو:
"قابل هڅه کوله، چې د اسلامي فقې داسې یو تصویر وړاندې کړي، چې د اوسني ژوند لپاره د عملي کیدو وړ وي.
د مثال په توګه د حجاب مسله، چې مسلمانانو ته یوه مهمه مسله ده، ښاغلي قابل هڅه کوله، چې یو فقهي تفسیر ترلاسه کړي، چې په اصطلاح د سر د ویښتو پټول واجب نه وي.
دا فکر د دې نظره د اهمیت وړ وو، چې د اکثر علماو د نظر خلاف وو، په همدې توګه په نورو مسایلو کې مثلا ده ارتداد نه مانه او اسلامي حکومت یې نه وو قبول."
قابل د سیاسي جګړې تر عنوان لاندې په خپله لیکنه کې، چې د تیر کال جون په میاشت کې خپره شوی ده، په کې په ایران کې د ولسمشر احمدي نژاد د بیا ټاکلو پر ضد په ښکاره څرګندونې کړې دي.
ده د ایران رژیم په دې تورن کړی، چې انتخاباتو کې یې خلک ځپلي بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي، وژنې، جنسي تجاوز او نور ظلمونه یې پر هغو خلکو کړي، چې په سوله ییزه توګه یې مظاهره کوله.
هغه لیکلي، هغه وخت خامنه یي فکر کاوه، چې دا تورونه هغه ته متوجه نه دي په داسې حال کې، چې ده د احمدي نژاد له کودتا څخه ملاتړ وکړ.
احمد قابل د عراق په جګړه کې ټپي شوی وو او په دوه زره نهم کال کې، چې کله یي د ایت اله منتظري د جنازې په مراسمو کې یې ګډون کړی وو، ونیول شو او څو میاشتې وروسته په داسې حال کې، چې لاسونه او پښې یې تړلي وو محکمې کې څرګند شو.
د ایت اله منتظري زوي احمد منتظری ازادي راډیو ته وویل، د ایران حکومت هر کله دا غوښتل، چې د قابل غږ اوچت نشي ځکه ده د حقیقت له ویلو ویره نه درلوده:
"زه فکر کوم په روحاني نړۍ کې تر ټولو لویه کمبودی به د داسې کس نشتوالی وي، چې د ده په شان دې زړه ور وي.
ده هغه نظریات، چې لرل یې په صراحت یې بیانول او دا چې د ده دا نظر به څه پایله ولري ده ورسره کار نه درلود.
هغه څوک، چې غواړي خپل او د خپلې کورنۍ هوساینه له لاسه ورکړي او هغه مطالب چې پرې پوهیږي بیان کړي، موږ لږ داسې کسان لرو."
قابل د سختي ناروغی له امله د پیسو په ډیر لوی ضمانت خوشې شو او د مرګ په وخت کې ازاد انسان وو.
د احمد قابل د تدفین مراسم د چارشنبې په ورځ د مشهد په ښار کې تر سره شول.