د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۰

"ایران دې د خپل اټمي پروګرام په اړه جدي خبرې پیل کړي"


د امریکا د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلینتن یو ځل بیا له ایرانه وغوښتل، چې د خپل اټومي پروګرام په اړه جدي خبرې پیل کړي او ټینګار یي وکړ، چې د خبرو اترو لپاره ور به د تل لپاره خلاص نه وي.

کلینتن په سارایوو کې د اروپایي اتحادیي د بهرنې سیاست له مشرې کاترین اشتن سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې هیله څرګنده کړه، چې تهران به د دغې لانجې په اړه ژر جدي او د ښه نیت خبرې پیل کړي:

"ایران ته زموږ پیغام واضح دی، د خبرو له لارې ستاسو د اټومي پروګرام په اړه د نړېوالې ټولنې د اندیښنو د لېرې کولو او له انزوا څخه ستاسو د ایستلو لپاره ور تر اوسه پرانیستی دی، خو دغه ور د تل لپاره پرانیستی نشي پاتې کیدای.

په دې خاطر موږ هیله من یو، چې د دغې مسلې په اړه ژر جدي او د ښه نیت خبرې اترې پیل کړي."


د اروپایي اتحادیي د بهرنې سیاست مشرې کاترین اشټن چې له ایران سره د سترو قدرتونو د خبرو مشري کوي هم یو ځل بیا په دې ټینګار وکړ د تهران په وړاندې تر ټولو اغیزمنه لار دا ده، چې د خبرو تر څنګ پر تهران فشارونو ته هم دوام ورکړل شي:

"زما په نظر موږ د ایران په وړاندې د فشارونو او خبرو اترو یوه دوه اړ خیزه تګلاره پرمخ نیولی.

پر ایران د فشارونو په برخه کې تاسو په وروستیو کې لیدلي، چې اروپایي اتحادیي پر دې هېواد بندیزونه لګولي او موږ خپلو هڅو ته دوام ورکوو، چې د خبرو اترو د پرمختګ لپاره هم لارې وموندو."


اشټن دغه راز وویل، چې اروپایي چارواکو تیره اونۍ د ایران د اټومي خبرو د ستر مرکچې سعید جلیلي له همکارانو سره کتلي دي.

هغی وویل، په پام کې لري چې ډیر ژر له جلیلي سره مخامخ وګوري.

تراوسه پورې د نړۍ د سترو قدرتونو او تهران ترمنځ څو ځلي خبرې ترسره شوي، چې په نتیجه کې یي د ایران د اټومي لانجې د هواري په برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

د ایران د اټومي پروګرام د شفافیت په اړه نړېوال شک کوي چې هدف به یي د اټومي وسلو تولید وي، خو تهران وایي اټومی پروګرام یي سوله ییز دی.
XS
SM
MD
LG