د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۰

يوه ايراني سوداګر په لندن کې ټلويزيون پرانيست


د رها د ټلویزیوني چینل رئیس « علي اضغر رمضانپور» په لندن کي خبریالانو ته وویل “ رها تلویزیوني چینل به لومړی آزاد تلویزیون وي چي، په ایرانیانو پورې به اړه ولري̋.

نوموړي زیاته کړه « بي بي سي » او د امریکا ږِغ هم په فارسي ژبه د ایرانیانو لپاره خپرونې کوي، خو هغه د ایرانیانو له خوا نه خپریږي، بلکي په نورو هیوادونو پوري اړه لري.

ښاغلی رمضانپور پخوا د ایران د «کلتور او اسلامي لارښود» د وزارت مرستیال و.

د رها د تلویزیوني چینل مالي لګښت د ایران د حکومت مخالف ګوند « جنبش موج سبز» د بنسټ ایښودونکي امیر حسین جهان شاهي له خوا برابریږي.

نوموړي په دې اړه چي دغه نوی تلویزیوني چینل به څرنګه د محمود احمدي نژاد رژیم چیلنج کړي وویل:

̋رها ټلويزیون د بدلون لپاره دی، ځکه چې د ایران رژیم، غیر معقول، غیر انساني او غیر اخلاقي رژيم دی. دغه بدلون له ایران څخه د ایرانیانو لخوا راغلی دى̋

د رها ټلويزیون خپرونې به هر وه رځ د ( د ګرینویچ ) پر وخت د مازیګر پر څلورنیمي بجي پیلږي. لومړی دیرش دقیقې به خبرونه او ورپسې به د درې نیم ساعتونو لپاره هنري ، کلتوري او سپورټي پروګرامونه وړاندي کیږي.

د رها ټلويزیوني خپروني به د انټرنټ او سټلایت په مرسته په ایران کي لیدل کیږي. دا ټلويزیون به په ایران کي هم آزاد خبریالان ولري.
XS
SM
MD
LG