د ايران او امريکا ولسمشرانو د هغه وړانديز ملاتړ وکړ چې؛ له مخې يې د ايران د اتومي لانجې د هواري لپاره خبرې له سره پيليږي.
د امریکا ولسمشر څرګنده کړه چې؛ واشنګټن په ایران کې د رژيم د بدلیدو هڅه نه کوي او دا د ایران حق دی چې؛ سوله ییزه اټمي انرژي ولري.
د ایران یوه چارواکي ویلي دي هېواد يي اتیا سیاسي زندانیان ازاد کړي دي. د دغو خوشې شویو زیاتره يې د ایران د ۲۰۰۹ م کال د انتخاباتو د نتیجو پر وړاندې د مظاهرو په ترڅ کې نیول شوي ول.
که چېرې ایران او لویدیځ د ایران د لانجمن اټمي پروګرام د ځینو مهمو اړخونو په هکله سره توافق ته ونه رسیږي، نو د دوی ترمنځ اوسنی دیپلوماټیک تودوالی کیدای شي د تیرو دیرشو کلونو د بې اعتمادي له کبله ډیر ژر سوړ شي.
تمه ده چې د دوشنبې په ورځ د بوشهر اتومي تاسیسات رسما د ایران حکومت ته وسپارل شي . دا تاسیسات د روسي متخصصانو له خوا جوړ شوي دي
د ایران نوي ولسمشر د سوریې د کړکېچ د حل په مقصد په خبرو کې د منځګړتوب لپاره د خپل حکومت چمتووالی ښودلی.
د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، هیواد یې هیڅکله یې د اتومي وسلې د جوړولو هڅه نه ده کړې او په راتلونکي وخت کې به یې هم ونه کړي.
د ایران حکومت د نصرین ستوده په شمول چې؛ یو مدافع وکیله او د بشري حقونو فعاله ده یولس سیاسي بندیان له زندان څخه خوشې کړي دي.
د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د جنوبي وزيرستان قبايلي سيمې په واڼا کې د پاکستاني وسله والو طالبانو يو مهم قومندان غلام جان له خپلو څلورو ملګرو سره يوځاى وژل شوى دى.
د ایران پارلمان د دې هېواد د ولسمشر حسن روحاني د پیشنهاد شوې کابینې په اړه بحثونه پیل کړي دي. تمه ده چې؛ نوي کابیني ته به د پارلمان غړي په روانه اونۍ کې درد او یا تائید رايي ورکړي.
په لیک کې له بارک اوباما څخه غوښتل شوې دي چې له دې فرصته استفاده وکړي او هغه بندیزونه چې لویدیځ پر ایران لګولي دي هغه لغوه کړي
د ایران نوی ولسمشر حسن روحاني وايي چې هیواد یې تیار دی چې؛ د خپل اتمي پروګرام په اړه د غربي دولتونو سره جدي مذاکرې وکړي.
نور راوښيه