د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۹

ایران تیار دی چې؛ د اتمي پروګرام په اړه له غربي دولتونو سره وغږیږي


د ایران نوی ولسمشر حسن روحاني وايي چې هیواد یې تیار دی چې؛ د خپل اتمي پروګرام په اړه د غربي دولتونو سره جدي مذاکرې وکړي.

روحاني پرون (سه شنبه) د ایران د ولسمشر په توګه په خپل لومړي خبري کنفرانس کې وویل چې؛ د تهران د اتمي پروګرام په اړه مذاکرو د امریکا د بندیزونو په خاطر په زړه پورې نتیجه نه ده ورکړې.

دایران نوي ټاکل شوي ولسمشر په دې خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ چې که غربي دولتونه په جديت خبرو ته تیار وي نو ایران هم تیار دی .

حسن روحاني وویل جدي خبرې د دواړو لوریو اندیښنې له منځه ولاړی شي:

( موږ په ټول جدیت او د وخت له ضایع کولو پرته تیار یو چې په جدي مذاکرو کې ګډون وکړو . زه باور لرم چې په نږدې راتلونکې کې به د دواړو خواوو اندیښنې د ډیالوګ اومذاکرو له لارې حل شي.)

حسن روحاني زیاته کړه چې؛ د تهران د اټمي لانجې په اړه په رغونکو مذاکرو کې برخه اخیستل د دواړو خواوو (ایران او غرب) په ګټه تمامیدلای شی.

روحاني په ایران کې له منځ لارو سیاسي څيرو ګڼل کیږي .

متحدو ایالاتو په وروستیو کې وویل چې که د ایران نوی حکومت د خپلې اټمي لانجې د حل لپاره په هڅو کې جدي وي، دوی به همکاري ورسره وکړي.

خو د ایران نوي ولسمشر د سه شنبې په ورځ وویل چې واشنګټن تل ایران ته ضد او نقیض پيغامونه ورکړي او د بندیزونو له امله رغونکو هڅو معکوسه نتیجه ورکړې ده.

روحاني ټينګار وکړ چې یوازې دپلوماسي په دې مذاکرو کې موجود خنډ لرې کولای شي:

(ډیالوګ باید له خبرو پيل شي نه له ګواښونو . مقابل لوری باید وپوهیږي چې یوازی د خبرو له لارې حل پيدا کیدلای شي او خبرداري ورکول یوازې ستونزې پيدا کولای شي. که څوک دا فکر کوي چې د خبرداريو په ژپه پر ایران خپلې غوښتنې تحمیلولای شي، نو ژوره اشتباه کوي.)

د ایران نوي ولسمشر ویلي چې هیواد به یې تر دې خبره تیر نه شي چې د سوله ایز اټمي پروګرام درلودل یې حق دی.

حسن روحاني زیاته کړ ې چې دا پروګرام یې د اټمي وسلود پراختیا د منع کولو د نړیوال تړون له اصولو سره په مطابقت کې پرمخ ځي نو ایران به د دې پروګرام له پراختیا او د یورانیمو له غني کولو لاس نه اخلي.

سپینې ماڼۍ حسن روحاني ته د جمهوري ریاست د مبارکۍ په پيغام کې ویلي چې د تهران لپاره ښه موقع ده چې ژر تر ژره د خپل اټمي پروګرام په اړه د نړیوالو اندیښنې لرې کړي.

متحدو ایالاتو او یو شمیر غربي دولتونو تر دې مخکې پر ایران تور لګولی چې د اټمي وسلې د جوړولو هڅې کوي خو ایران دا تورونه ردوي.
XS
SM
MD
LG