د ایران یوه چارواکي ویلي دي هېواد يي اتیا سیاسي زندانیان ازاد کړي دي.
د دغو خوشې شویو زیاتره يې د ایران د ۲۰۰۹ م کال د انتخاباتو د نتیجو پر وړاندې د مظاهرو په ترڅ کې نیول شوي ول.
ایران دا سیاسي بندیان په داسې حال کې خوشې کړي چې؛ د دې هېواد جمهور رئیس حسن روحاني په نیویارک د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې ګډون کوي.
د ایران ولسمشر د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته له خپلې وینا دمخه نړېوالې ټولنې ته دوه پیغامونه ورکړي دي یو د خپل هېواد د اټومي پروګرام په اړه خبرو ته لیوالتیا او دوهم د سیاسي زندانیانو ازادول.
د ایران د عدلي د وزارت ویاند محسن هیجايي تیره ورځ وویل، حکومت اتیا سیاسي زندانیان بخښلي دي. خوشې شوي هغه کسان دي چې د ایران د ۲۰۰۹م کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو اړوند مظاهرو په لړ کې نیول شوي ول.
تهران دا ګام په داسې وخت کې پورته کړی چې د ایران ولسمشر حسن روحاني په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون لپاره متحده ایالاتو ته تللی دی.
اخوا بیا د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کاترین اشټون پرون د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره له کتنې وروسته وویل جواد ظریف به په روانه اونۍ کې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د دایمي غړو له استازو سره کتنه وکړي.
(دا لومړنۍ فرصت و چې له یو بل سره مو مخامخ کتنه وکړه.مونږ د څو مهمو مسلو په اړه خبرې وکړې خو زیاتره تمرکز مو د اټومي پروګرام پر سر و.مونږ ښه او ګتور بحثونه وکړل.)
د اټومي پروګرام په اړه د ایران دریځ د نوي ولسمشر له ټاکل کیدو وروسته یو څه نرم شوی دی.
داسې هم ویل کیږي چې؛ حسن روحاني یو له هغو ایراني شخصیتونو څخه دی چې غواړي د خپل اټومي پروګرام په اړه له لویدیځ سره خبرې پیل کړي.
حسن روحاني تیره یکشنبه وویل دی به د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ایران ریښتیني څیره نړۍ ته ور وښيي.
ویل کیږي چې؛ د سیاسي زندانیانو خوشې کول او د اټومي پروګرام پر سر د خبرو لیوالتیا د ایران د ستر مذهبي مشر ایت الله خمیني له ملاتړ هم برخمن دي څو له لیویدځ سره د ایران اړیکي ښې کړي.
که څه هم چې ایراني مقااماتو اتیا سیاسي زندانیان خوشې کړي خو لا هم د سیاسي مخالفانو دوه مشران میر حسین موسوي او مهدي کروبي په خپلو کورونو کې نظر بند دی.