د ایران تر پنځوسو ډیرو سیاسي نویو او پخوانیو بندیانو د امریکا ولسمشر ته یو لیک استولی دی.
په دې لیک کې دغو زندانیانو له بارک اوباما څخه غوښتې دي چې د ایران د ولسمشر په توګه د حسن روحاني له انتخابیدو سره دې ته لاره هواره شوې ده چې تهران او واشنګتن د تفاهم یو نوی فصل پرانیزي.
په لیک کې له بارک اوباما څخه غوښتل شوې دي چې له دې فرصته استفاده وکړي او هغه بندیزونه چې لویدیځ پر ایران لګولي دي هغه لغوه کړي، همداراز له هغو نورو هڅو، لاس واخلي، چې د ایران او امریکا تر منځ د ګټورو خبرو د پیلیدو مخه نیسي.
دا لیک وروسته تر دې خپور شو چې تیره اونۍ د امریکا د کانګرس د استازیو جرګې یو سند تصویب کړ. په دې سند کې پر ایران د نویو او سختو بندیزونو د لګیدو غوښتنه شوې ده. ټاکل شوې ده چې دا سند وروسته تر هغه عملي شي چې د سپتمبر په میاشت کې یې د امریکا مشرانو جرګه هم تایید کړي.
د ایران د زندانیانو په لیک کې د ایران د محصلانو د پخواني مشر عبداله مومني لاسلیک هم شته.
په دې لیک کې خبرداری ورکړل شوی دی، که چیرته پر ایران د فشار راوستو سیاست دوام وکړي، نو اکثر ایرانیان به په دې باور شي، چې امریکا د دواړو هیوادو تر منځ د ستونزې د هواري نیت نه لري.
په لیک کې لولو، ښاغلی ولسمشر، موږ په دې باور یو چې هغه وخت رارسیدلی دی چې د بندیزونو ځای داسې هڅې ونیسي چې د ایران د اتومي پروګرام لپاره جوړجاړي ته لاره هواروي.
په دې لیک کې د ایران نوی ولسمشر حسن روحاني داسې سیاستمدار معرفی شوی دی چې د خبرو اترو او ګټورو تماسونو پلوي کوي.
په لیک کې همداراز راغلې دي چې کوم کسانو چې روحاني ته رایي ورکړې، هغوی په حقیقت کې په ایران کې په ټولو سیاسي برخو کې د بهرني سیاست په ګډون د ریښتوني بدلون غوښتونکي دي.
په لیک کې د امریکا د ولسمشر له ادارې او د ایران له نوي حکومته هیله شوې ده، چې د باور د پیدا کولو او ګټورې دیپلوماسي لپاره له ټولو شته امکاناتو ګټه پورته کړي.
د ایران نوي ولسمشر هم د لوړې په مراسمو کې وویل چې تهران د خپل اتومي پروګرام پر سر له واشنګتن سره جدي خبرو ته چمتو دی.
د روحاني د دې خبرې په ځواب کې واشنګتن ویلي و، که چیرته ایران غواړي چې په جدي او ریښتوني بڼه د خپلو حساسو اتومي فعالیتونو په برخه کې خبرو ته حاضر وي، له یوه داسې شریک سره به مخامخ شي چې دې خبرو ته لیواله دی.
امریکا او متحدان یې ایران تورنوي چې د اتومي وسلو د ترلاسه کولو هڅې کوي او ایران وايي چې د اټومي انرژي د ترلاسه کولو په تکل کې دی.