د ایران پارلمان د دې هېواد د ولسمشر حسن روحاني د پیشنهاد شوې کابینې په اړه بحثونه پیل کړي دي.
تمه ده چې؛ نوي کابیني ته به د پارلمان غړي په روانه اونۍ کې درد او یا تائید رايي ورکړي.
ولسمشر روحاني ویلي غواړي یو پیاوړی اقتصادي ټیم ولري څو وکولای شي ایران له روان اقتصادي بحرانه وباسي.
د ایران ولسمشر وايي، هڅه يې کړې ده چې؛ پارلمان ته په پیشنهاد شوې کابینه کې هغه کسان ځای کړي چې د هیواد د ملي ګټو پروګرامونه په سمه توګه عملي کړي.
راپورونه وايي، د ایران پارلمان د ولسمشر حسن روحاني لخوا په پیشنهاد شوې کابینه بحثونه پیل کړي او تمه کیږي چې په همدې اونۍ کې به يې په اړه پریکړه وکړي.
حسن روحاني ویلي له روان اقتصادی بحران څخه د ایران ژغورل د نوموړي په کاري لومړیتوبونو کې ده.
روحاني پارلمان ته په خپله وینا کې وویل د ایران بهرنۍ سیاست باید زیات قوي وي او په هیڅ برخه کې يې غفلت ونشي:
(د ایران د بهرني سیاست دستګاه باید داسې پیاوړې،مدبره ،هوښیاره او په چټکۍ سره عمل کونکي وي چې دداخلي او بهرنیو تحولاتو پر وړاندې د هیواد له ملي ګټو او ملي امنیت څخه یوه شیبه هم غافله نه وي.)
د ایران ولسمشر پر لویدیځو قوتونو تور پورې کړ چې؛ د ایران د ولس لومړنۍ اړتیا يې له ځانه سره نیولې څو په دې توګه تهران اړ کړي چې له خپل اټومي پروګرام تیر شي.
د حسن روحاني په پیشنهاد شوې کابینه کې حسین دهقان ددفاع ،محمد جواد ظریف د بهرنیو چارو،عبد الرضارحماني فضلي ،د کورنیو چارو ،بیژن نامدار زنګنه د نفتو او علي ربیعي د کار د وزیرانو په توګه نومول شوي دي.
د ایران جمهور رئیس ویلي دا ټول کسان پیژني او هغوي به په خپلو دندو کې بریالي وي.
د ایران د پخواني ولسمشر احمدي نژاد د واکمنۍ پر مهال له لویدیځ سره د اختلافاتو او د تهران د اټومي پروګرام له امله پر دې هیواد لګول شوو بندیزونو د ایران ریال بې ارزښته کړ او دا هیواد يې له اقتصادی بحران سره مخامخ کړ.
د ایران ولسمشر حسن روحاني هیله څرګنده کړې چې د نوموړي پیشنهاد شوې کابینه به د ایران اقتصادي نظام په تدریجي ډول بیرته په پښو ودروي.