د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۹

د بوشهر اټومي تاسيسات ايران ته سپارل کېږي


تمه ده چې د دوشنبې په ورځ د بوشهر اتومي تاسیسات رسما د ایران حکومت ته وسپارل شي . دا تاسیسات د روسي متخصصانو له خوا جوړ شوي دي او ویل کیږي چې دا مهال د بوشهر اتومي دستګاه د زر میګا واټه برېښنا د تولید وړتیا لري .


د ایران د اتومۍ انرژۍ د ادارې مشر علي اکبر صالحي ، ویلي دا تاسیسات د زر میګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري .

د صالحي په وینا روسیې ددې تاسیساتو فعالیت د دوو کلونو لپاره تضمین کړی دی او یو شمیر روسي کارپوهان به د تخنیکي مرستو لپاره په بوشهر کې پاتې شي .

د بوشهر پر اتومي بټۍ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۰ م کال کې د جرمني د زیمنس کمپنۍ له خوا کار پيل شو ، خو په ایران کې د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته دې جرمني کمپنۍ له دې کار لاس واخیست .

په ۱۹۹۴ م کال کې روسیې ومنله چې د بوشهر د اتومي بټۍ جوړول به بشپړ کړي .

څو ځلې پر دې بټۍ د کار له ځنډیدو وروسته په ۲۰۱۱ م کال کې روسیې د بوشهر د اتومي بټۍ جوړول بشپړ کړل او د سږکال په اوږدو کې ددې بټۍ د برېښنا د تولید اندازه تر ټولو لوړ حد ته ورسیده .

روسیه غواړي چې په ایران کې یوه بله اتومي بټۍ هم جوړه کړي .

د ایران د اتومي انرژۍ د ادارې ریس ویلي دي ، پر دې نوې اتومي بټۍ به هم په نژدې راتلونکې کې کار پیل شي .

خو په ایران کې د اتومي پروګرام پراختیا د خلیج په هیوادونو او همدارنګه په لویدیځ کې اندېښنې راپورته کړي دي . د امریکا د متحدو ایالتونو په شمول لویدیځ هیوادونه وايي ، ایران د اتومي وسلې د جوړولو هڅه کوي .

همدا اندېښنې ددې سبب شوي چې نړیواله ټولنه پر ایران بندیزونه ولګوي چې دا مهال یې دا هیواد له نسبي انزوا سره مخ کړی دی .

خو د حسن روحاني په مشرۍ د ایران نوي حکومت هڅې پيل کړي چې ددې هیواد د لانجمن اتومي پروګرام په اړه د لویدیځ اندېښنې راکمې کړي او ویلي یې دي چمتو دي چې د خپل اتومي پروګرام په اړه د نړۍ له سترو هیوادونو سره خبرې اترې وکړي .

د همدې هڅو په ترڅ کې ټاکل شوې ده چې ولسمشر روحاني به په نیویارک د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د ګډون تر څنګ د فرانسې له ولسمشر سره وګوري .

څیړونکې په دې باور دي چې د ایران د اتومي پروګرام په برخه کې وروستۍ پریکړه د ایران روحاني مشر او ددې هیواد دانقلاب پاسداران کوي ، خو ولسمشر حسن روحاني ویلي ، د خپل هیواد د اتومي پروګرام په اړه پریکړو کې بشپړ واک لري .

د روحاني له دې څرګندونو وروسته ، د ایران سپاه پاسداران ځواک د ایران سیاستوالو ته د امریکا سره د سیاسي معاملو په اړه خبرداری ورکړی دی .

دې ځواک په یوه اعلامیه کې ویلي ، ایراني سیاستوال باید تیرو تجربو ته په پام د سپینې ماڼۍ چلن په دقت مطالعه کړي او ډاډمن شي چې د ایران د خلکو قانوني غوښتنو ته یې درناوی کړی .

په اعلامیه کې ویل شوي دي ، د ایران سپاه پاسداران به د ایران د ملي ګټو سره سم د هغو کړنلارو ملاتړ وکړي چې ددې هیواد روحاني مشر ایت الله علي خامنه يي ټاکلي دي .
XS
SM
MD
LG