د ايران او امريکا ولسمشرانو د هغه وړانديز ملاتړ وکړ چې؛ له مخې يې د ايران د اتومي لانجې د هواري لپاره خبرې له سره پيليږي.
ولسمشرانو بارک اوباما او حسن روحاني په نيويارک کې د ملګرو ملتو د عمومي غونډې ترڅنګ له دې فرصته استفاده ونه کړه چې؛ خبرې سره وکړي.
امريکايي چارواکو د دې ليدنې کتنې په اړه وويل، چې اوباما دغې احتمالي غونډې ته چمتو و خو ايران څرګنده کړه چې مساله پيچلې ده.
بل لور ته روحاني د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولاند سره خبرې وکړې. فرانسه هغه هېواد دي چې د امريکا د دې غوښتنې کلکه پلوي کوي چې ايران بايد له خپلو مشکوکو اتومي فعاليتونو لاس واخلي.
روحاني د ايران په حکومت کې معتدله ښکاري، ده د جون په مياشت کې انتخابات وګټل او د اګست په مياشت کې يې کار پيل کړ او داسې خبرې يې وکړې چې په هغو کې دې ته اشارې وې چې ايران غواړي له لويديځ سره د خپل اتمي پروګرام پر سر وروسته له کلونو پيدا شوي کړکيچ هوار کړي.
روحاني د ملګرو ملتو عمومي غونډې ته په وينا کې وويل، ايران دې ته چمتو دي چې د دوه اړخيزه اعتماد پيدا کيدو لپاره سمدستي خبرې پيل کړي، ده همداراز دا خبره رد کړه چې ايران د اتومي وسلو د جوړيدو هڅه کوي:
«د ايران اتومي پروګرام بايد د نورو ټولو هيوادو لپاره يوازې او يوازې د سوله ييز هدف لپاره وي. اټومي وسلې او ډله ييزې وسلې د ايران دننه هيځ ځاي نه لري او دا زموږ له مذهبي او اخلاقي باورونو سره په تضاد کې دي»
د ايران ولسمشر پر ايران لګيدلو بنديزونو ته هم اشاره وکړه او څرګنده يې کړه چې دغو بنديزونو د ايرانيانو پر عادي ژوند ناوړه اغيز کړي دي.
د ملګرو ملتو امنيت شورا پر ايران څلور دورې بنديزونه لګولې دي او امريکا او متحدانو يې بيا له خپل لورې هم د ايران د اتومي پروګرام له امله پر دغه هيواد بنديزونه لګولې دي. چې له دې سره د ايران د تيلو صادرات لږ شوې دي، همداراز د دې بنديزونو له وجې په نړيواله کچه له بانکي لارې د ايران فعاليتونه اغيزمن شوې دي.
روحاني څرګنده کړه چې ايران له امريکا سره د اختلافاتو د هواري لپاره خبرو ته چمتو دي.
د امريکا په ويرجينيا کې د سټراير په پوهنتون کې د منځي ختيځ د چارو څيړونکي رسول نفيسي ازادي راډيو ته وويل:
«ښاغلي روحاني بريالي شو چې نړيوال نظر د ايران په اړه بدل کړي، حتي د امريکا دننه. موږ بايد دا هير نه کړو چې دا لاسته راوړنه د ايران او امريکا تر منځ د جګړې ګرمه روحيه سړوي، خو دغه اقدام په خپل ذات کې بشپړ نه دي»
خو د روحاني خبرې سمدستي اسراييل رد کړې. د اسراييل صدراعظم بنيامين نتنياهو وويل، نړۍ بايد د لويديځ په برخه کې د ايران پر وروستيو ديپلوماتيکو هڅو ونه غوليږي:
« ايران فکر کوي چې د نرمو خبرو او اقداماتو له لارې به وتوانيږي چې په هغه لاره روان شي چې د اټومي بم د ترلاسه کولو لپاره ده، لکه مخکې چې شمالي کوريا داسې کړي و. ايران هڅه کوي چې د ښايسته امتيازاتو د ورکړې له لارې پرې لګيدلې بنديزونه لرې شي، څو وتوانيږي چې ژر په هغه وخت کې چې غواړي اټومي وسله جوړه کړي»
خو کله چې پرون د امريکا ولسمشر د ملګرو ملتو عمومي غونډې ته خبرې کولې دا يې څرګنده کړه چې ايران به د اټومي وسلو جوړيدو ته پرې نه ږدي:
« امريکا دا غوره ګڼي چې ايران د اتومي پروګرام په برخه کې خپلې انديښنې په سوله ييز ډول هوارې کړي، خو موږ ژمن يوو، چې ايران پرې نه ږدو چې اتومي وسلې جوړې کړي»
ټاکل شوې ده چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري او د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف سبا د ايران د اټومي لانجې په اړه د جرمني او امنيت شورا د غړيو هيوادو د استازيو په غونډه کې برخه واخلي.