محکمه ګمارل شوې ده چې د ولسمشر پوتین په شمول د روسیې ټول هغه سیاسی او پوځي مشران چې پر اوکراین یرغل کې یې برخه اخیستې محاکمه کړې. زیلنسکی د متحدو ایالاتو ولسمشر ترمپ سره خپله غونډه "اوږده او مهمه" وبلله.
د ناټو مشرانو موافقه وکړه چې دفاعي لګښتونه زیات کړي، خو نن په هاګ کې د ناټو د دوه دیرش غړیو هیوادو مشرانو په ځینو برخو کې له یوه بل سره مخالفت څرګند کړ.
د امریکا ولسمشر اعلان وکړ چې د اسراییل او ایران ترمنځ "بشپړ" اوربند شوی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قطر له امیر څخه مننه وکړه چې "په سیمه کې یې د سولې لپاره هڅې کړي دي."
د امریکا له خوا د ایران پر اټومي تأسیساتو تر هوایي بریدونو او د ایران او اسراییلو تر منځ د شخړو له پراخېدو وروسته، په ایران کې میشت یو شمېر افغان کډوال د وضعیت د لا خرابېدو په اړه اندېښمن دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن یکشنبې د ایران پر دریو اټومي تاسیساتو "فوردو، نطنز او اصفهان" بریدونه وکړل.
ایران او اسراییل نن سهار وختي تازه بریدونه سره تبادله کړل، یوه ورځ وروسته له هغه چې تهران وویل چې د ګواښ په حالت کې به د خپل اټومي پروګرام په اړه خبرې اترې ونه کړي او اروپا هڅه وکړه چې د سولې خبرې ژوندۍ وساتي.
سپینې ماڼۍ ویلي ولسمشر ډونالډ ټرمپ به "په دوو اونیو کې" پریکړه وکړي چې ایا په مستقیم ډول د اسراییل او ایران په شخړه کې ښکیل شي که څنګه؟
نور راوښيه