د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۴

ټرمپ ویلي دوو اونیو کې پرېکړه کوي چې پر ایران برید وکړي که نه


د امریکا او ایران بیرغونه او د ولسمشر ټرمپ یو جوړ شوی انځور
د امریکا او ایران بیرغونه او د ولسمشر ټرمپ یو جوړ شوی انځور

سپینې ماڼۍ ویلي ولسمشر ډونالډ ټرمپ به "په دوو اونیو کې" پریکړه وکړي چې ایا په مستقیم ډول د اسراییل او ایران په شخړه کې ښکیل شي که څنګه؟

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د جمعې په شپه په یوه کنفرانس کې وویل:
«د ایران د وضعیت په اړه پوهېږم د رسنیو منځ کې د ولسمشر د پرېکړې او دا چې متحده ایالات به په مستقیم ډول ښکېل شي که نه ډېر اټکلونه کېږي. همدې مسلې ته په پام زه د ولسمشر څخه مستقیم پیغام لرم او لولم یې: د دې حقیقت پر بنسټ چې له ایران سره د خبرو لپاره د پام وړ چانس موجود دی چې ممکن په نږدې راتلونکي کې ترسره شي یا نه، زه به خپله پریکړه وکړم چې ایا په راتلونکو دوو اونیو کې لاړ شم که نه»
کارولین لیویټ وویل چې د متحده ایالاتو ولسمشر له تهران سره د ډیپلوماتیک حل ملاتړ کوي مګر د هغه اصلي هدف دا دی چې ډاډ ترلاسه کړي ایران نشي کولی اټومي وسله ترلاسه کړي.

د ولسمشر ټرمپ یو وروستی انځور
د ولسمشر ټرمپ یو وروستی انځور

ایران ټینګار کړی چې اټومي پروګرام یې د ملکي اهدافو لپاره دی او ډیری وختونه یې د یورانیمو د بډاینې خبره رد کړې ده.
اخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه تروث سوشیال کې د وال سټریټ ژورنال هغه راپور رد کړ - چې ګواکې ټرمپ خپلو همکارانو ته ویلي چې د ایران پر ضد بریدونو کې له اسراییلو سره د یوځای کېدو لپاره یې پلانونه تصویب کړي خو دې ته په تمه دی چې ایا تهران له خپل اټومي پروګرام تېریږي که نه.

هغه لیکلي: «وال سټریټ ژورنال هیڅ نه دی خبر چې د ایران په اړه زه څه فکرونه لرم!»

اخوا د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو په یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي "د ایران په ټولو اټومي تاسیساتو د برید توان لري" خو "هرې مرستې ته ښه راغلاست وایي."

د ایران د فُردو د یورانیمو د بډاینې تاسیسات تر غره لاندې پټ دي او د اسراییلي وسلو له لاسرسي څخه بهر ګڼل کیږي مګر د متحده ایالاتو د سنګر ماتوونکو یا "بنکر بسټر" بمونو په مټ هدف ګرځیدلی شي.

د غرونو منځ کې د فردو بټۍ
د غرونو منځ کې د فردو بټۍ

اسراییلو ویلي د تهران اټومي او بالستیک توغندیو ګواښ به له منځه یوسي. دا وروسته له هغه چې د راپورونو له مخې ایران په تل ابیب کې یو روغتون هدف ګرځولی.

سیمه ییزو رسنیو ویلي چې د روغتون یوې څانګې ته سخت زیان رسیدلی، او لږ تر لږه ۴۰ کسان پکې ټپیان شوي.

ایراني توغندي په تل ابیب کې
ایراني توغندي په تل ابیب کې

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي اړوند تسنیم خبري اژانس بیا لیکلي چې سوروکا طبي مرکز ته نږدې د اسراییلو د پوځي او استخباراتي مرکزي دفتر په نښه شوی.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG