د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۴ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۶

د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو


د امریکا، اسراییل او ایران مشران
د امریکا، اسراییل او ایران مشران

د امریکا ولسمشر اعلان وکړ چې د اسراییل او ایران ترمنځ "بشپړ" اوربند شوی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قطر له امیر څخه مننه وکړه چې "په سیمه کې یې د سولې لپاره هڅې کړي دي."

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر د امریکا په وخت د دوشنبې په ورځ (جون ۲۳) په خپله ټولنیزه شبکه سوشل تروت کې ولیکل چې د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند شوی او په ۲۴ ساعتونو کې به په پړاونو کې پلی شي، چې له دې سره به ۱۲ ورځنۍ جګړه پای ته ورسي.

رویټرز د یو باخبره چارواکي په حواله راپور ورکړی چې په قطر کې د امریکا په هوايي اډه د ایران له هوايي بریدونو وروسته، د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د ټیلیفوني خبرو اترو له لارې د امریکا د اوربند وړاندیز ته د تهران موافقه ترلاسه کړه.

دغه چارواکي چې د نوم له ښودلو یې ډډه وکړه، زیاته کړه چې دا ټیلیفوني اړیکه وروسته له هغه وشوه چې ډونالډ ټرمپ د قطر امیر ته خبر ورکړ چې اسراییل له اوربند سره موافقه کړې او له هغه څخه یې د تهران د راضي کولو لپاره د مرستې غوښتنه کړې.

رویټرز خبري اژانس د "لوړ پوړي ایراني چارواکي" په حواله چې د نوم له ښودلو یې ډډه وکړه، راپور ورکړ چې تهران له اسراییل سره د اوربند لپاره د امریکا وړاندیز مني، چې د قطر په منځګړیتوب شوی دی.

د امریکا ولسمشر په یوه بل پوسټ کې د قطر له امیر څخه "د سیمې د سولې لپاره د هغه د ټولو کارونو لپاره" مننه وکړه او په یوه ورپسې پوسټ کې یې ولیکل: "نړۍ ته مبارکي، دا د سولې وخت دی.

وروسته له هغه چې ایران د جون په ۲۳مه په قطر کې د العدید په هوايي اډه توغندي وویشتل، ټرمپ وویل چې په بریدونو کې هیڅ امریکایی ته زیان نه دی رسیدلی.

د امریکا دفاع وزارت تایید کړه چې ایران په برید کې څو لنډ او منځني واټن بالستیک توغندي وویشتل او ویې ویل چې د تلفاتو هیڅ راپور نه شته.

د ایران یا اسراییل له خوا په دې اړه کوم رسمي بیان نه دی ورکړل شوی، او دا روښانه نه ده چې ایا ایران د یورانیمو د غني کولو د پای ته رسولو لپاره د امریکا له خوا له ټاکل شويو شرایطو سره موافقه کړې ده که نه ده.

پر ایران د اسراییل بریدونه د جون په ۱۳مه پیل شول، او ایران یې په غچ اخیستونکو بریدونو سره ځواب ورکړ. ایران د یکشنبې په ورځ (د جون په ۲۲مه) د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا له هوايي بریدونو وروسته په قطر کې د العدید په امریکایي هوايي اډه توغندي وویشتل.

د امریکا ولسمشر ټرمپ له ایران مننه کړې او ویلي یې دي چې تهران په قطر کې د برید په اړه وار له مخه حال ورکړی و نو ځکه یې پر قطر توغول شویو توغندیو هېڅ زیان نه دی اړولی.

XS
SM
MD
LG