د ناټو مشرانو نن( جون ۲۵ مه) په هاګ کې د خپلې سرمشریزې ترڅنګ په یوه ځانګړې غونډه کې چې د متحد ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره یې جوړه کړې وه، یو ځل بیا دا ژمنې تکرار کړې چې غړي هیوادونه به له یوه بله دفاع کوي.
د ناټو مشرانو په یوه اعلامیه کې ژمنه وکړه چې تر دوه زره پنځه دیرشم میلادي کال پورې به د خپل ناخالص کورني عاید تر پنځه فیصده په دفاعي چارو لګوي، دا هغه څه دي چې ولسمشر ټرمپ یې غوښتنه کوله او د رویټرز اژانس په باور اروپایي هیوادونه بیا هغه مخ په زیاتیدونکي ګواښ ته اندیښمن دي چې په دوه زره دوه ویشتم کال کې هغه وخت پيل شو چې روسیې پر اوکراین یرغل وکړ.
د دوه دیرش غړیو هیوادو دې تړون د ولسمشر ټرمپ هغه غوښتنه په پام کې ونیوله چې په دفاعي برخه کې خپل لګښتونه زیات کړي او یوازې په امریکا باندې ناټو تکیه ونه کړي.
د ناټو عمومي منشي مارک روټه څرګنده کړه چې د اروپایي هیوادو او کاناډا لپاره دا اسانه نه وه چې اضافي پیسې پيدا کړي، خو ښاغلي روټه وویل چې دا مهمه وه چې داسې وکړي.
دې لګښت ته به په راتلونکو لسو کلونو کې غړي هیوادونه رسیږي. د غړیو هیوادو اوسنی لګښت د هر هیواد دوه په سلو کې کورنۍ ناخالص تولید رانغاړي.
غړي هیوادونه به درې اعشاریه پنځه فیصده په اصلي دفاع لکه سرتیرو او وسلو لګوي او پاتې یو اعشاریه پنځه فیصده به په داسې چارو لګوي لکه سایبري امنیت، د پایپ لاینونو ساتنه او د درونو پوځي وسایطو په خوندي کولو.
له اسپانیا پرته د ناټو نورو غړیو د دې ملاتړ وکړ، خو اسپانیا وویل چې په لږ لګښت کولی شي چې خپلې ژمنې پوره کړي.
د ناټو سرمنشي د اسپانیا مخالفت وکړ، خو د اسپانیا د صدراعظم پیدرو سانچیز ستاینه یې وکړه چې د سرمشریزې د بریالي کیدو په برخه کې یې ښې هڅې وکړې.
اسپانیا بیا وویل چې دوی داسې تمه نه لرله چې د دوی له دریځ سره به عکس العمل ښکاره شي.
د اسپانیا ترڅنګ د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان د ناټو تړون یووالی هغه وخت څه ټکنی ښکاره کړ چې خبریالانو ته یې وویل، ناتو په اوکراین کې هیڅ کار نه لري او روسیه دومره پیاوړې نه ده چې د ناټو لپاره رښتیني ګواښ رامنځته کړي.
د ناټو په اعلامیه کې راغلې دي چې غړي هیوادونه د واشنګتن د تړون پنځمې مادې ته ژمن دي چې په یوه باندې برید په ټولو باندې برید دی. د همدې مادې په اړه د سې شنبې په ورځ ولسمشر ټرمپ اندیښنه ښکاره کړې وه او ویلي یې و چې د دې مادې ډول ډول تعریف کیدای شي.
خو د ناټو د سرمشریزې تر پيلیدو مخکې نن په هاګ کې ښاغلي ټرمپ د ناټو غړي مخاطب کړل او ویې ویل چې واشنګتن په ټولو برخو کې له تاسو سره دی.