د ایران توغندیو په اسراییل کې یو روغتون ته زیان ورساوه. په عین حال کې ټرمپ په شخړه کې د امریکا د مداخلې په اړه غور کوي. خو ایراني رسنی وايی د اسراییل پوځي او استخباراتی تاسیسات په نښه شوي دي.
ایران وایي د بریدونو په روستیو څپه کې یې له هایپرسونیک توغندیو کار اخیستی او اسراییل وایي په تهران یې بمباري روانه ده. په عین حال کې ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په بیت المقدس کې به د امریکا سفارت د چهارشنبې څخه تر جمعې پورې تړلی وي.
ډونالډ ټرمپ د اوربند هیله من دی؛ نن د اسراییل او ایران د بریدونو څلورمه ورځ ده
له تهران څخه راپورونه ښيي چې د تهران په ځینو برخو کې درنې چاودنې شوې دي.
یو شمیر افغان ښځې او نجونې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له ناستې، چې ټاکل شوې په کې دې د افغانستان د بشري حقونو پر وضعیت هم بحث وشي، غواړي چې یواځې په خبرو بسنه ونه کړي او داسې پرېکړې وشي چې عملي او محسوسې پایلې ولري.
داسراییل پلازمینه تل ابیب او څو نور ښارونه تیره شپه د ایران دتوغندیو دبرید دیوې څپې لخوا په نښه سول. دا وروسته لدې چې اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ژمنه وکړه چې اسراییل به په ایران باندې خپلو بریدونوته چې اټومي او پوځي تاسیسات یې په نښه کړي دوام ورکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړ چې "مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي" اټومي تړون وکړي.
د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو په یوه ثبت شوي ویډیو پیغام کې وویل چې اسرائیل د ایران د بالستیک توغندیو د پروګرام زړه په نښه کړی او دا بریدونه د ایران د اټومي زیربنا او ددغه هیواد ډیری پوځي وړتیاوو د زیانمنولو په هدف ترسره شو.
د امریکا ولسمشر وايي چې غواړي ایران سره له جګړې ډډه وکړي، خو زیاته یې کړه چې امکان لري اسرائیل په ایران برید وکړي خو نه غواړي ووایي چې دا برید قریب الوقوع دی.
د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د حکامو شورا ایران تورن کړ چې د یورانیمو دغني کولو په اړه یې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی. ایران دغه پریکړه لیک وغنده او وویل چې دغني کولو په برخه کې به نور اقدامات هم وکړي.
په تایلند کې یو وحشي فیل چې نژدې څلور ټنه یې وزن و او د مسوولینو په وینا د شاوخو پنځه ویشت کلونو و، یوه دوکان ته ورننوت، دوکاندار حیرانه شو چې څه ورسره وکړي.
هغه ګواښ وکړ چې که څوک خطر پېښوي نو له جدي قانوني چلند سره به مخ شي. «وبه ګورو چې څه ته اړتیا لرو. موږ به هر څه ته چې اړتیا ولرو ور ولیږو چې یقیني کړو قانون او نظم برحاله دی.»
نور راوښيه