د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د چهارشنبې په ورځ ( دجون په ۲۵مه ) د اروپا شورا سره یو تړون لاسلیک کړ ترڅو د روسیې لخوا په اوکراین د برید مسؤل لوړ پوړي چارواکي محاکمه کړي.
دا محکمه به په اوکراین د یرغل په جریان کې د "تیري جرم" محاکمه کړي او کولی شي د روسیې لوړ پوړي سیاستوال تر ولسمشر ولادیمیر پوتین پورې محاکمه کړي.
زیلینسکي د اروپا شورا له عمومي منشي الین بیرسیټ سره په سټراسبورګ کې د تړون له لاسلیک کولو وروسته وویل:
هر جنګي مجرم باید پوه شي چې عدالت به وي او دا په روسیه هم پلي کیږي. اوس مونږ قضايی اقدامات په جدیت مخکې بیایو . تراوسه اوږده لار په مخکې ده . له سیاسي اړخه مونږ دپام وړ پرمختګ کړی دی . زه د وزیرانو له کمیټې ، د اروپا له شورا او ټولو هغو کسانو چې ددغې پروسې مشري یې وکړه مننه کوم.
زیلینسکي د تړون له لاسلیک کولو وروسته د اروپا شورا پارلماني اسمبلۍ ته وویل: "
دا به قوي سیاسي او قانوني زړورتیا ته اړتیا ولري چې ډاډ ترلاسه شي چې هر روسی جنګي مجرم د پوتین په ګډون عدالت سره مخ شي.
هغه وروسته د X په ټولنیزه شبکه کې وویل:
موږ باید یو واضح پیغام واستوو: تیری د سزا لامل کیږي.او موږ باید دا ـ لکه ټوله اروپا ـ په ګډه ترسره کړو.
د اروپا شورا وویل، د محکمې دنده به دا وي چې په اوکراین باندې دتیري مسئول ټول لوړ پوړي سیاسي او نظامي مشران محاکمه کړي.
شورا وویل: "
جرم دادی چي د ملګرو ملتونو د منشورڅخه په سرغړونه کې د یو دولت پر وړاندې د وسله وال ځواک د کارولو تصمیم نیول شوی دی.
داروپا شورا زیاته کړه که شواهد وښيي چې د بلاروس او شمالي کوریا مشرانو او چارواکو هم په اوکراین باندې تیري کې د پام وړ ونډه اخیستې نو دوی به هم امکان لري محاکمه شي.
بیرسټ وویل چې نړیوال قانون "باید پرته له استثنا او دوه ګونو معیارونو په ټولو پلی شي." هغه وویل چې د اروپا شورا هیله لري چې محکمه به وکولی شي راتلونکی کال خپل کار پیل کړي. خو دا تصمیم تراوسه نه دی نیول شوی چې د محکمې مقر به چیرته وي.
دا لومړی ځل دی چې دا ډول محکمه د اروپا د شورا تر څارنې لاندې جوړیږی.
داروپا شورا په دغې قاره کې د حقونو تر ټولو لوړ پوړې اداره ده .
د غه شورا ۴۶ غړي هیوادونه لري چې ۲۷ یې د اروپايي اتحادیې مهم غړي هم دي او سربیره پردوی داسې هیوادونه چې د اروپايي اتحادیې غړي نه دی لکه ترکیه، برتانیه او اوکراین هم په شورا کې شامل دي. روسیه پر اوکراین د یرغل په پایله کې له دغې شورا لیری کړای شوه.
زیلینسکي له هاګ څخه سټراسبورګ ته سفر وکړ، چې هلته یې د ناټو د مشرانو د غونډې په څنډه کې د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ولیدل.
زیلینسکی وویل له ټرمپ سره یې دده په ټکو یوه "اوږده او مهمه" غونډه وکړه او د روسیې د یرغل په وړاندې یې له اوکراین سره د ټرمپ او متحده ایالاتو د ملاتړ څخه مننه وکړه.
زیلنسکي په ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل:
موږ د اوربند او ریښتینې سولې د ترلاسه کولو په اړه بحث وکړ.
ټرمپ وویل چې له زیلینسکي سره یې ښه غونډه درلوده.
ترمپ زیلنسکی ته په اشاره وویل :
هغه یوه زړوره جګړه کوي. دا یوه سخته جګړه ده.
زیلینسکي وویل چې هغه او ټرمپ د امریکا د دافع هوا سیسټمونو د پیرودلو په اړه هم خبرې وکړې، او ټرمپ امادګی وښوده چې اوکراین سره به مرسته وکړي چې نور پیټریوټ دافع هوا سیسټمونو هم ترلاسه کړي.
ټرمپ وویل: "موږ به وګورو که ځینې دغه سیستمونو برابرکړای شو. " او زیاته یې کړه چې ددغو سیستمونو ترلاسه کول ډیر ګران کار دی .