د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي "اسراییلو او ایران له اوربنده سرغړونه کړې ده".
هغه چې نن سه شنبې په سپینې ماڼې کې خبریالانو ته خبرې کولې وویل، د اوربند ماتول "مایوسه" کړی دی.
ټرمپ نن سهار د اسراییلو او ایران ترمنځ د اوربند اعلان وکړ.
هغه پر خپلې سوشل پاڼې ټروټ ولیکل، " د اسراییلو او ایران ترمنځ به په ۲۴ساعتونو کې اوربند پلي شي او دا اوربند د دواړو هېوادونو ترمنځ ۱۲ورځینۍ جګړه پای ته رسوي".
د اوربند له اعلان څو ساعته وروسته، د اسراییلو پوځ وویل داسې توغندي يې پیژندلي چې د ایران له لورې پر اسراییلو ویشتل شوي دي.
د اسراییلو او ایران ترمنځ به په ۲۴ساعتونو کې اوربند پلي شي او دا اوربند د دواړو هېوادونو ترمنځ ۱۲ورځینۍ جګړه پای ته رسويد امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د حیفا په بندر او د اسراییلو په شمالي سیمو کې د توغندیو د خبرتیا شپیلۍ وغږول شوې ، چې سلګونه زره خلک یې بیرته سرپناوو او خوندي ځایونو ته واستول.
د اسراییلو تلویزیوني چینلونو څو شیبې وړاندې د بالیستیک توغندیو د مخنیوي سیسټمونو فعالیدل وښودل، چې لږترلږه د یو توغندي مخه یې نیولې او له هدف څخه یې منحرف کړی.
د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور له مخې، اسراییلو دا اعلان د تهران په وخت د سهار لس بجې وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د سپاه پاسدارانو ځواک ته نږدې د تسنیم خبري اژانس، د معمول خلاف، د توغندیو د برید هیڅ خبر نه دی خپور کړی، او داسراییلو راپور یې ددوی د " ادعا" تر سرلیک لاندې بیا خپره کړه.
په ورته وخت کې، د اسراییلو د دفاع وزیر ادعا وکړه چې اسلامي جمهوریت د اوربند سرغړونه کړې او له همدې امله پوځ ته امر شوی چې "د تهران په زړه کې د رژیم د اهدافو په وړاندې د قوي بریدونو سره د اسلامي جمهوریت د اوربند سرغړونې ته قاطع ځواب ورکړي."
مخکې د اسراییلو اردو ویلي وو اوربند نافذ دی او په ایران کې یې د خپلو عملیاتو" ټول اهداف په بشپړه توګه " ترلاسه کړي دي .
داسراییلو اردو ويلي وو د " زمریانو د طلوع " ترنامه لاندې د خپلو عملیاتو ټول اهداف یې ترلاسه کړي او دهرډول ممکن تحول په وړاندې که په راتلونکو څو ساعتونو کې پیښ شي ، " ددفاع او برید لپاره چمتوالی لري او آماده دي د اوربند هرډول ماتولو ته په سرعت ځواب ووايي. "
دمتحدوایالاتو ولسشمر ډونالډ ترمپ په خواله رسنیو کې خپل روستي پیغام کې ولیکل چې " اوربند نافذ شوی دی " او له ایران او اسراییلو یې وغوښتل چې مات یې نه کړي.
تهران تراوسه کومه رسمي اعلامیه نه ده صادره کړې اودایران لخوا د اوربند جزئیات هم تراوسه نه دې اعلان شوي.
دایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نن ګهیځ مهال په ایکس شبکه کې خپل یو پوست کې ولیکل " اوسمهال د اوربند یا دپوځي عملیاتو د درولو کوم توافق نشته خو که چیرې د اسراییلو رژیم خپل تیری ودروي نو مونږ هم د ځوابي بریدونو د ادامې نیت نلرو."
بلخوا د جرمني صدراعظم نن سه شنبې په ایکس ټولنیزه شبکه کې خپل یو پیغام کې د امریکا د ولسشمر لخوا ایران او اسراییلو ته د اوربند د شوي وړاندیز هرکلی وکړ او له دواړو هیوادونو یې وغوښتل چې په اوربند ودریږي .
فریدریش مرتس ولیکل: " که چیرې دغه اوربند دایران په اټومي تاسیساتو د متحدو ایالاتو له پریکوونکو بریدونو وروسته بریالی وي نو دا یو ډیرښه تحول دی. "
دآلمان صدراعظم زیاته کړه چې د ناټو دغونډې په څنډه کې د وضعیت د ثبات په لارو چارو له امریکايي او اروپایی متحدینو سره خبرې کوي.