یو شمیر افغانان ځوانان وايی له غوږیو یا ایرفون د کار، تفریح یا خبرو کولو لپاره استفاده کوي. ازادي راډیو چې یو شمیر دوی سره خبرې کړي، موندلی چې د استفادې طریقه یې سره فرق کوي. یو شمیر دوی وايي، د غوږۍ کارونې ورته د اورېدو ستونزه پیدا کړې ده.
د طالبانو مشر د حکومت د سرپرستي د ختمیدو اعلان وکړ. ملا هبت الله اخندزاده په داسې وخت کې د خپل حکومت د سرپرستۍ دوره ختمه اعلان کړه چې لا هم ګڼ نړیوال سازمانونه، هېوادونه او افغانان د دوی د حکومت ټولشموله کېدو ته په تمه وو.
نن د زمري ۲۴مه د طالبانو د بیاواکمنۍ ۴ کاله پوره شول د کابل د لویې جرګې په خیمه کې ځانګړي مراسم جوړ شوي وو چې د طالبانو د کابینې غړو، د هغوی پلویانو او بهرنیو ډیپلوماتانو ګډون په کې کړی وو. یوشمیر کابل ښاریان وایي، دوی جشن کې ځکه ګډون نه دی کړی چې په خبره یې د طالبانو له تګلارو سره مخالفت لري.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو د بیاځلې واکمنۍ د څلورم کال په مناسبت له نړيوالې ټولنې غوښتي چې ددوی استبدادي واکمني رد کړي او د دې ډلې د رژيم د عادي کولو د هر ډول اقدام په وړاندې مقاومت وکړي. دغه کارپوهان وايی په ځانګړي ډول ښځې او نجونې، په خپلو اساسي حقونو ، پرلهپسې بريدونو سره مخ دي.
د طالبانو حکومت د بیا واکمنۍ څلورمه کلیزه، میلیونونه نجونې د تعلیمي او تحصیلي بهیر څلور کلن شاتګ ژاړي. څه باندې ۱۴ سوه ورځې وشوې چې نجونو تر شپږم ټولګي پورته ښونځیو نه محرومې شوي او د لوړو زده کړو دروازې یې په مخ تړل شوې دي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش (سیګار) طالبان تورن کړي چې په زوره د نړیوالو له لوري بشري مرستې غصب او د خپلو ګټو لپاره کاروي.
د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د خصوصي سکټور په نووښت د ((تور الماس)) په نوم د کورنیو صنعتي توکو او کرنیزو محصولاتو نندارتون جوړ شوی. د دې نندارتون په اتیاوو بیلابیلو غرفو کې د سلو کورنیو فابریکو او کارخونو تولیدات او محصولات نندارې ته اېښودل شوي دي.
د افغان ښځو د یو شمېر متعرضو خوځښتونو او د ښځو د حقونو سازمانونو په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو د څلور کاله واکمنۍ پوره کېدو په درشل کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مظاهرې او لاریونونه پیل کړي دي.
د اګست څوارلسمه په افغانستان کې د جمهوري نظام له ورستۍ ورځې سره برابره ده. د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د دې ورځې په سبا طالبان کابل ته ننوتل او د جمهوري نظام سقوط او خپله بریایې یې اعلان کړه.
فریده چمتو په هالنډ کې ژوند کوي. دا وایي چې د حجامت یا حجامه علم یې د دې لپاره زده کړی چې په افغانستان کې د دردمنو بې فیسه درملنه وکړي او کومې پیسې چې بهر کې له دې لارې لاس ته راوړي دا هم خپل هیواد کې بې وزلو سره په مرسته ولګوي.
ملګري ملتونه وايي، د روان کال د مې میاشتې پر مهال د دې سازمان د بېلابېلو ادارو لسګونه ښځینه کارکوونکې، چې له یوناما او نورو ملګرو ملتونو ادارو سره کار کوي، د نامعلومو کسانو له خوا د مرګ ګواښونه ترلاسه کړي دي.
ملګري ملتونه وايي، د روان کال په مې میاشت کې، د دې سازمان په بیلابیلو ادارو کې کار کونکو لسګونو ښځو ته د دوی د کار له امله د نامعلومو کسانو لخوا د مرګ ګواښونه شوي دي.
نور راوښيه