د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۹ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۹

سیګار: طالبان د مرستندویانو په مرستو کې مداخلې کوي


له بیوزلو افغانانو سره مرستې-ارشیف
له بیوزلو افغانانو سره مرستې-ارشیف

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش (سیګار) طالبان تورن کړي چې په زوره د نړیوالو له لوري بشري مرستې غصب او د خپلو ګټو لپاره کاروي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش (سیګار) افغانستان ته د نړیوالو مرستو سیسټم «مات» بللی او ویلي یې دي چې طالبانو د نړیوالو مرستو د وېش په برخه کې مداخلې کړي، اکثره مرستې غصب او په ټکو یې د ځانونو په ګټه یې کاروي.

سیګار په خپل یو تازه ۱۱۸ مخییز راپور کې چې د اګسټ پر ۱۳ مه یې پر خپله وېب پاڼه خپور کړی زیاته کړې چې طالبان ان د ملګرو ملتونو چارواکو سره په همکارۍ له هغو مرستندویه بنسټونو چې په ټکو یې د دې نړیوالو مرستو د وېش پروژې تر لاسه کوي، بډې اخلي.

سیګار زیاته کړې، "د ملګرو ملتونو چارواکي له قراردادي بنسټونو رشوت اخلي او له طالبانو سره یې شریکوي."

خو د ملګرو ملتونو کومې ادارې لا د سیګارې دې راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي مفتش ویلي چې طالبان د توکم یا قومیت پر اساس مرستې ویشي، او دې مرستو ته د توکمیزو لږکیو لاسرسی محدودوي.

په راپور کې دا هم راغلي چې "طالبان د زور له ټولو لارو کار اخلي، چې مرستې هلته ووېشي چې دوی غواړي نه هغه ځای یا چا ته چې مرستندویان یې غواړي، انتقال کړي.”

راپور کې زیاته شوې چې افغانستان ته د استول شویو ټولو مرستو یوازې له ۳۰ څخه تر ۴۰ سلنې په رښتینې توګه اړمنو کسانو ته رسېږي، هغه څه چې د ځینو نړیوالو ادارو او مستندویه ادارو کار کوونکي یې هم ادعا کوي.

د افغانستان په جنوبي حوزه کې د یوې نړیوالې ادارې کاروونکی او ځایي مسوول چې نه یې غوښتل راپور کې یې خپل او د ادارې نوم خپور شي، د غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې د طالبانو د ځایي چارواکو له لوري د مرستو په وېش کې د مداخلو امله سمې نیمایي مرستې غصبېږي او تر رښتینيو اړمنو په بشپړ ډول نه رسېږي:

“موږ اړمنو ته د مرستو وېش کې کټګورۍ او لومړیتوبونه لرو، خو دوی دا کسان ( د مرستو تر لاسه کوونکي) ټول د طالبانو قوماندانان، ولسوال او نور چارواکي را معرفي، چې د دوی په خبره د همدوی په جهاد یا جګړو کې یې قربانۍ ورکړي وي، کوم کسان چې زموږ لومړیتوب دی، هغه موږ ته نه راښایي، بیا نو موږ نه واک لري نه ځواک چې هغه ورته رد کړو، که موږ یې ریجکټ کړو دوی بیا زموږ کار بندوي، کاري سیمې ته هم د دوی اجازه اخلو، هلته یې بیا ولسوال فرمایشونه راکوي،سل په سل مو مرستې تر اړمنو نه رسېږي، ښایي ۴۰ یا ۵۰ سلنه ورسېږي خو پاتې یې د دوی (طالبانو) کسانو ته ورکوو.”

دا کارکوونکی ادعا کوي چې که طالبانو ته مرستې ورنه کړي په جامو او ظاهري بڼې یې او نورې پهر ډول نیوکې پرېکوي او یا یې نیسي او بندیان کوي یې.

دا ادعا د افغانستان په ختیځ زون کې د ملګرو ملتونو د یوې بلې ادارې کارکونکی چې د مرستو وېش مسولیت لري، هم مطرح کوي.

ده هم د ورته حساسیت له امله د نوم نه خپرولو او غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل:

“د «ډبلیو اف پي» «ډي ار سي» یا نورو موسسو خوراکي مرستې چې دلته ولسوالیو او کلیو ته راځي، ملکان، ولسوالان یا نور چارواکي هغه که زر کارته وي ۳۰۰ خو همدوی اخلي، خپلو کې یې سره ویشي، مداخله کېږي، کارکوونکو ته اجازه نه ورکوي چې دا ټولې پر اړمنو کسانو ووېشي.”

د سیګار د راپور له مخې، په تېرو څلورو کلونو کې امریکا له افغانستان سره نږدې څلور میلیارده ډالره بشري مرستې کړې دي.

خو دغو مرستو ته ځینې اړمن افغانان وایي، یا یې یوازې یو ځل او یا هېڅ دا مرستې نه دي تر لاسه کړي.

د کابل ښار د دوه ویشتمې ناحیې یو اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل:

“د ګذر وکیلانو، جومات امامانو یا د کوڅو استازو او دغو خلکو سره چې د چا انډوالي وي د دوی رازونه افشا نه کړي یا یې پر ضد ونه غږېږي، نو هغوی ته مرستې رسېږي،زما دواړه پښې نشته، ما تر اوسه دا مرستې نه دي اخیستي.”

د سیګار راپور کې دا هم راغلي چې د بشري مرستو په برخه کې یو افغان کارکوونکی وروسته له هغه ووژل شو چې د طالبانو له پوځي کمپ څخه یې د خوراکي توکو د غلا خبره افشا کړه.

خو دا چې چیرې او کله جزیات یې نه دي ورکړي.

که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او مرستیال یې حمدالله فطرت د راپور تر خپرېدو د سیګار د راپور او مونږ سره د مرکه شویو کسانو د ادعاوو او څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو د دوی د حکومت یو ویاند رویټرز خبري اژانس سره خبرو کې دا موندنې رد کړي او ویلي یې دي چې بهرنۍ مرستې په خپلواکه توګه وېشل کېږي او د دوی حکومت له مرستندویه ادارو سره همکاري کوي چې شفافیت تضمین او د ناسمې ګټې اخیستنې مخه یې ونیسي.

د سیګار د وېب پاڼې د معلوماتو له مخې، د دې راپور موندنې د هغو معلوماتو پر بنسټ چمتو شوي چې سیګار د نږدې ۹۰ اوسنیو او پخوانیو امریکایي چارواکو، د ملګرو ملتونو استازو او په افغانستان کې له افغان سرچینو ترلاسه کړي دي.

سیګار چې په ۲۰۰۸ کال کې له افغانستان سره د امریکا د مرستو د څارنې او ارزونې لپاره تاسیس شوی، خپل دا راپور یې د چهارشنبې په ورځ (د اګسټ پر ۱۳مه) د متحده ایالاتو کانګرس ته وړاندې کړ.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د ملګرو د بېلابېلو ادارو په ګډون، د دغه سازمان د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) په پرلپسې راپورونو کې ویلي و چې طالبان په دوامداره توګه د بشري مرستو په وېش، د وېش لپاره د کارکوونکو استخدام او څرنګوالي کې مداخلې کوي چې له امله یې سلګونه هغه پروژې له پلي کېدو پاتې شوي چې دا مرستې یې تر اړمنو رسولې، خو د طالبانو حکومت ویاندویانو هغه مهال ازادي راډیو سره خبرو کې د اوچا دا راپورونه رد کړي وو.

XS
SM
MD
LG