د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د زمري په ۲۴مه «د اګسټ په ۱۵مه» د دوی د حکومت د څلور کاله پوره کېدو په تړاو په خپل پیغام کې کړې ده ویلي، چې د سرپرست کلمه دې له دې وروسته د کابینې ټولو غړیو او وزیرانو ته نه کارول کیږي.
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت په کابل کې د لویې جرګې په تالار کې په دې اړه جوړې شوې غونډې ته دا پیغام لوستی چې ویدیو یې د دوی د حکومت تر کنټرول لاندې د ملي ټلویزون پر خپله ایکس پاڼه خپره کړې ده:
"د اسلامي امارت ټولو مسولینو ته مو جدي هدایت دی چې د خپل شریعي نظام او مسلمانانو په خدمت کې واوسي او د خپلو خلکو د سوکالۍ او ارامۍ لپاره کوشش وکړي او د اسلامي امارت ټولو وزیرانو او کابینې ته دې د سرپرست کلمه نه استعمالوي."
خو د طالبانو مشر د سرپرست حکومت د ختمیدو لپاره د هیڅ ډول تغییر رامنځته کیدو ژمنه نه ده کړې.
تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د روان کال په جوزا میاشت کې ویلي وه چې دوی د ځینو «سیاسي ملحظاتو له امله د سرپرستې ادارې» په توګه پاتې کېږي.
د طالبانو مشر داسې وخت دا اعلان کوي چې تر دې وړاندې د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې د تړون یوه شرط دا وه چې طالبان به ټولشموله یا ولسواکه حکومت جوړوي، هغه څه چې تر دې مهاله د دوی د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره د ګڼو هېوادونو له شرایطو هم یو دی.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې په ځلونو د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړیوالو سازمانونو، هېوادونو او خپله افغانانو د طالبانو له حکومته غوښتي چې په خپل حکومت کې دې د ښځو، لږکیو او ټولو قومونو په ګډون لوستي او وړ کسان وګماري، هغه څه چې تر اوسه یوازې یوه غوښتنه او تمه پاتې وه، چې د طالبانو مشر په دې اعلان کاملاً ختمه کړه.
طالب ویندویانو مخکې تر دې په وار وار دا ادعا کړې چې د دوی حکومت ټول شموله دی.
د یادونې ده چې له نن څخه څلور کاله مخکې د اګست په پنځلسمه د طالبانو ځواکونه کابل ته ننوتل او جمهوري نظام یې سقوط کړ.