د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN Habitat) وايي، دا مهال په افغانستان کې ۲۱ میلیونه وګړي د اوبو له جدي ناورین سره مخ دي او دا هېواد د اوبو د زېرمو په برخه کې پراخې پانګونې ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر خلک هم د اوبو د کمښت له امله شکایت کوي او وايي چې د اوبو کمښت یې ژوند له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.
د هلمند ولایت یو اوسیدنکی وايي، د وچکالۍ له امله مو هر څه له منځه تللي، ونې، بوټي او ځمکې مو وچې شوې دي.
د وچکالۍ له امله مو هر څه له منځه تللي، ونې، بوټي او ځمکې مو وچې شوې ديد فاریاب اوسیدنکی
د فاریاب ولایت اوسېدونکی احمد ګل وایي د اوبو کمښت د ده او کورنۍ ژوند یې له جدي ستونزو سره مخ او ټولې کروندې یې ور وچې کړې دي.
د دې وچکالۍ له امله مو کرنې او کروندې له منځه تللي، د ژوند هر څه مو په کې له لاسه ورکړي، مالونه او څاروي مو په کې مړه شوي، کابو څلوېښت کورنۍ یو چې د اوبو د کمښت له امله اړ یو خپلې مېنې پرېږدو او نورو سیمو ته ولاړ شو.
د هرات ولایت یو اوسېدونکي چې ازادي راډیو ته یې استولي غږیز پیغام کې خپل نوم نه دی یاد کړی، هم د ورته ستونزې شکایت کړی دی،
زموږ په سیمه کې د ټولو څاه ګانو اوبې وچې شوې دي، د څښاک اوبه نه لرو، که د اوبو ځای هم ومومو، اوب تروې دي او د څښلو وړ نه وي.
د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر خلک د اوبو په ځانګړې توګه د څښاک د پاکو اوبو له نشتوالي داسې وخت شکایت کوي، چې تازه د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) یو ځل بیا په افغانستان کې د څښاک د پاکو اوبو د کمښت په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې په دغه هېواد کې ۲۱ میلیونه خلک د اوبو په برخه کې مرستو ته اړتیا لري.
زموږ په سیمه کې د ټولو څاه ګانو اوبې وچې شوې دي، د څښاک اوبه نه لرو، که د اوبو ځای هم ومومو، اوب تروې دي او د څښلو وړ نه ويد هلمند اوسیدنکی
د دغه پروګرام مشرې سټیفني لوس په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان د اوبو د زېرمو په برخه کې پراخې پانګونې ته اړتیا لري.
د مېرمن لوس په خبره، د افغانستان لوی ښارونه لکه کابل، کندهار او هرات هم د اوبو له جدي ناورین سره مخ دي، ځکه په خبره یې د دغو ښارونو تر ځمکې لاندې د اوبو زېرمې د پام وړ کچې د کمېدو په حال کې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو پروګرام په داسې وخت کې په افغانستان کې د اوبو د کمښت په اړه د خبرداری ورکړی چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) د اټکل له مخې، اتیا سلنه افغانان په کافي اندازه اوبو ته لاسرسی نه لري.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FIO) په افغانستان کې د اوبو د کمښت لامل د دغه هېواد د طبیعي یخچالونو چټکې وېلې کېدل بللي او ویلي دي، چې دغه یخچالونه د اقلیم د بدلون له امله د ویلې کېدو په حال کې دي، چې افغانستان یې د اوبو له جدي
کمښت سره مخ کړی او د اوبو لګولو او خوراکي توکو تولید له ګواښ سره مخ شوی دی.