د اوړي ګرمې څپې په افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شویو ژوند لا سخت کړی دی. یو شمېر دغو بې ځایه شویو کورنیو ازادي راډیو ته وویل چې په خیمو یا لنډمهالو سرپناوو کې په ناوړه وضعیت کې اوسېږي چې ګرمې هوا یې ماشومان په مختلفو ناروغیو اخته کړي دي.
له پاکستانه اخراج شویو او ستنو شویو افغان کډوالو کې داسې ګڼې کورنۍ شته چې هغه هېواد کې یې د لسیزو ژوند او کاروبار ترشا پریښی او تش لاس یې خپلو مېنو کې ژوند پيل کړی.
د امریکا پوځ تایید کړې چې په هرمز تنګي کې پر یوې سنګاپوري سوداګریزې بېړۍ د ایران د ادعا شوې ډرون برید په ځواب کې یې د ایران دننه ځینې پوځي هدفونه په نخښه کړي دي.
ځینې ماشومان د خپل عمر له لومړیو کلونو څخه کتاب لوستلو سره علاقه پیدا کوي. خوستۍ هادیه بابکرخیل له همدې دلې ماشومانو څخه ده، چې په تېرو پنځو کلونو کې یې لسګونه کتابونه لوستي دي. یو شمیر ښوونکي په دې باور دي، چې په ماشومتوب کې مطالعه د ماشومانو علمي پرمختک او ذهني پراختیا سره مرسته کوي.
یو شمېر افغان ورزشي لوبغاړي وایي سره له دې چې په ملي او نړیواله کچه یې د افغانستان استازیتوب کړی او مډالونه یې ګټلي خو په هېواد کې دننه د لوبو تر پرېښودو وروسته تقاعد، بیمه او مالي ملاتړ نه لري.
دازموینې ادارې د پنجشنبې په ورځ وویل چې د جمعې په ورځ د چنګاښ په پنځمه د افغانستان په اتو ولایتونو کې اختصاصي او ایګزیت ازموینې اخیستل کیږي خوبیا یې هم دیته اشاره ونکړه چې نجونې او ښځې په کې ګډون کولی شي کنه. له زده کړو او ازموینو محرومې نجوني او ښځې وايي له خپل حق څخه بیاهم محرومې پاته شوې.
د پلازمینې کابل او ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي، چې د برېښنايي تذکرو د ویش ډېری کارکوونکي په خپل کار کې دقت نه کوي چې له امله یې تېروتنې رامنځته او دوی سرګردانه کېږي. خو د طالبانو حکومت د احصایې او معلوماتو ملي اداره بیا تر ډېره مراجعین پړ ګني.
د جرمني په ګډون یو شمېر اروپایي هېوادونو په وروستیو کې د افغانانو د بېرته ستنولو بهیر پیل کړی، دې چارې په دغو هېوادونو کې هغه افغانان، چې کېسونه یې رد شوي، سخت اندېښمن کړي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د جون د ۲۴ مې په دیپلوماسۍ کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د نړیوالې همکارۍ، سولې او پرېکړو په برخو کې د ښځو پر رول ټینګار کړی او د افغان ښځو او نجونو لپاره یې د برابر فرصتونو د رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده.
نور راوښيه