د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۴۴

کوچنۍ بې پروايي، لویه ګډوډي؛ خلک د تذکرو د وېش د مامورینو له خوا د تېروتنو په اړه شکایت کوي

کابل کې د پاسپورټ ریاست مخته ګڼه ګوڼه
کابل کې د پاسپورټ ریاست مخته ګڼه ګوڼه

د پلازمینې کابل او ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي، چې د برېښنايي تذکرو د ویش ډېری کارکوونکي په خپل کار کې دقت نه کوي چې له امله یې تېروتنې رامنځته او دوی سرګردانه کېږي. خو د طالبانو حکومت د احصایې او معلوماتو ملي اداره بیا تر ډېره مراجعین پړ ګني. د اداري برخې یو شمیر پوهان بیا د ستونزې د حل لپاره، هم مراجعین او هم د برېښنايي تذکرو د ویش په شمول خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو د بېلابیلو ادارو کارکوونکي، دقت او پام کولو ته رابولي.

شاه محمد د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد اوسېدونکی دی، دی وايي چې په برېښنايي تذکره کې د تخلص د ستونزې له امله ډېر سرګردانه شوی او داسې مهال چې بیکاره دی، دوه ځلي لګښت هم پرې راغلی دی:

دوه واره مې عریضه ولیکله، اتیا افغانۍ یې بیا رانه واخیستې، بیا یې یو ټوکن راکړ ویل څلور ورځې ورسته بیا راشه، بیا څلور ورځې ورسته چې ولاړم تخلص مې چې غلط و هغه یې سم کړو، ۷۲۰ افغانۍ یې اخر کې رانه بیا واخیستې، دغه شان ټول خلک سرګردانه ګرځي، د چا تخلص ناسم دی، د چا نوم ناسم دی، دغسې مشکلات شته دی نو.
د جلال آباد یو اوسیدونکی شاه محمد

له پاکستانه کابل ته نوې ستنه شوې نیلم هم ورته خبره کوي:

«کله چې مونږ د تذکرو ځای ته ولاړو، ډیره ګډوډي وه، ګڼه ګوڼه وه، ګرمي هم وه، خو بیا زمونږ وار راغی، یو دفتر نه بل دفتر ته، یو مزل نه بل منزل ته، یو کس به په بل سپارلو، بیا بلاخره بانک ته ولاړو، پیسې مو تحویل کړې او تذکرې مو تر لاسه کړې، خو اوس چې ګورو، د چا عمرونه په کې غلط دي، د چا تخلصونه غلط دي.»

د طالبانو حکومت د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ویاند حلیم رافیع د دغو شکایتونو په اړه، د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو له یو شمیر رسنیو سره یې په خبرو کې ویلي، دا مني چې کله نا کله د دوی د کارکوونکو له خوا هم تېروتنې کېږي خو په خبره یې ډېرې د متقاضیانو له خوا د فورمونو په ډکولو کې وي.

ده دا هم ویلي، چې دوی خپلو کارکوونکو ته د کار له پیل مخکې سیمینار او روزنه ورکوي او اوس په داسې یو سیستم هم کار روان دی چې معلوموي، تېروتنه له کوم لوري شوې ده.

د برېښنايي تذکرو یو شمیر پخواني کارکوونکي هم په دې برخه کې مراجعین پړ ګني.

له دې ډلې محمد قسیم ازادي راډیو ته وویل:

« کله چې د برېښنايي تذکرو سیستم جوړ شو، دا داسې برابر شوی و چې یو کس فامیل ثبت کړي، باید هغه د هر غړي نومونه وګوري، دغه شان نېټې یې وګوري چې په کې کومه تېروتنه نه وي او بیا یې امضا کړي. تر هغې ورسته بیا کوم مامور چې دی هغه یې تایید او سیستم کې ثبت کړي، خو زمونږ خلک په خط نه پوهېدل، په نومونو نه پوهېدل، نېټې به یې نه کتلي، نو صرف امضا به یې کوله، ان دوه، درې ځایه کنترول و، د فامیل د ثبت پر مهال او تر هغه ورسته د بایومټریک پر مهال هم کنټرول و او له غوښتونکي تایید او امضا اخیستل کېده چې بیا به تذکره چاپ ته ولاړه، خو دا چې خلکو خپله کنټرول نه کوو، نو په اوس وخت کې هغه فورمې، هغه تاییدیانې دا له منځه تللي دي، مامور چې هر څه ولېږل، تذکره کې چاپېږي چې بیا یې غوښتونکي له امله ځورېږي.»

د اداري برخې یو شمیر پوهان بیا د ستونزې د حل لپاره، هم مراجعین او هم د برېښنايي تذکرو د ویش په شمول د خدمتونو وړاندې کولو د بېلابیلو ادارو کارکوونکي، دقت او پام ته رابولي.

مسعود فدايي چې کلونه یې په یو شمیر دولتي ادارو کې په اداري برخه کار کړی له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

د قلمي او ټايپي تېروتنو له امله چې په تذکرو، پاسپورتونو یا د نورو اسنادو په برخه کې رامنخته کېږي او د خلکو د سرګردانۍ لامل ګرځي، باید ووایم چې غوښتونکي باید فورم په سم او واضح خط سره ډک او سم مطالعه کړي چې له تېروتنو ډډه وشي او د دوی د سرګردانۍ لامل نشي
مسعود فدايي د اداري چارو یو پوه

دی زیاتوي: «نه یوازې غوښتونکي، بلکې د ادارې کارکوونکي هم باید خپل وظیفوي مسئولیت په سم ډول ادا کړي، چې فورم یې تر لاسه کړ، دقیق دې ولولي او د تذکرې یا پاسپورټ یا نورو اسنادو د ډکولو پر مهال دې فورم سره سم وګوري، چې ورنه تېروتنه نه وي شوي.»

د یادونې ده چې په افغانستان کې یوازې برېښنايي تذکرې نه دي چې خلک په کې د تېروتنو له امله شکایت لري، بلکې دوی وايي چې ډېر ځله په پاسپورتونو، نکاح خطونو، شهادت نامو، ډیپلومونو او یو شمیر نورو اسنادو کې هم تېروتنې کېږي.

د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د معلوماتو له مخې دوی چې د ټول افغانستان په کچه د ویش ۸۵ مرکزونه لري تر اوسه یې نژدې اتلس میلیونه برېښنايي تذکرې ویشلې دي، چې په دې کې کابو دوولس ملیونه یې د طالبانو حکومت ویشلې دي.

دا بهیر په ۱۳۹۷لمریز کال کې د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د یو تقنیني فرمان له مخې چې د وخت د ملي شورا یوې ګډې کمیټې تصویب کړ، پیل شو.

په افغانستان کې د طالبانو لهه بیا واکمنېدو وروسته دا بهیر د لنډ وخت لپاره ځنډېدلی و خو بېرته ژر پیل شو.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG