یو شمېر افغان مېرمنې وایي، د طالبانو تر کنټرول لاندې دولتي ادارو ته د مراجعې پر مهال له هغو ستونزو سره مخ کېږي چې د دوی په خبره نارینه ورسره لږ مخامخ کېږي. په دغو ستونزو کې د دوی په خبره له چارواکو سره د لیدنې سختوالی، د خدمتونو په وړاندې کولو کې ځنډ، او معلوماتو ته د لاسرسي محدودیتونه شامل دي.
په افغانستان کې د خوارځواکۍ د پېښو په زیاتېدو سره، یو شمېر کورنۍ وايي، د خپلو ماشومانو لپاره د خوړو او روغتیايي خدمتونو په برابرولو کې جدي ستونزو سره مخ دي. ځینې زیانمنې کورنۍ وايي، د بشري مرستو کمېدو د دوی ژوند لا پسې سخت کړی دی.
که څه هم د ګاونډیو په ګډون په یو شمېر نورو هیوادونو کې پر میشتو افغانانو فشارونه زیات شوي دي خو لا هم له افغانستان د ځوانانو تېښته دوام لري.
سرچینې وايي د طالبانو د حکومت پلاوی د سه شنبې په ورځ بروکسل ته خوځیږي. دغه سفر چې د اروپايي کمیسیون په بلنه ترسره کیږي له ګڼو اعتراضونو سره مخ شوی دی. داسفر په داسې مهال ترسره کیږي چې ګڼو اروپايی هیوادونو نیت څرګند کړی چې افغانستان ته د ځینو افغان کډوالو د ستنولو لړۍ ګړندۍ کړي.
د متحده عربي اماراتو په جبل علي او ځینو نورو سیمه ییزو بندرونو کې لا هم د افغان سوداګرو زرګونه کانټینرونه بند پاته دي. د دې کار لاملونه د منځني ختیځ شخړې او د سیمې پر ټرانزیټي لارو لګول شوي محدودیتونه دي.
په خیبر پښتونخوا کې میشت افغان ساز غږونکي او سندرغاړي وايي د زده کړو په برخه کې د خپلو ماشومانو راتلونکي ته سخت اندېښمن دي. د دوی په خبره په دولتي ښوونځیو کې کډوالو ماشومانو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کیږي او په شخصي ښوونځیو کې یې دوی د لګښتونو توانايي نه لري.
نور راوښيه