د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۳۵

دیارلس کلنه هادیه بابکر خیل: په تیرو ۵ کلونو کې می لسګونه کتابونه لوستي

هادیه بابکرخیل
هادیه بابکرخیل

ځینې ماشومان د خپل عمر له لومړیو کلونو څخه کتاب لوستلو سره علاقه پیدا کوي. خوستۍ هادیه بابکرخیل له همدې دلې ماشومانو څخه ده، چې په تېرو پنځو کلونو کې یې لسګونه کتابونه لوستي دي. یو شمیر ښوونکي په دې باور دي، چې په ماشومتوب کې مطالعه د ماشومانو علمي پرمختک او ذهني پراختیا سره مرسته کوي. 

دیارلس کلنه هادیه بابکر خیل وايي:" په ۲۰۲۱ کال کې مې د اضافي کتابونو لوستل پیل کړل، ۴۰ تر ۴۲ پورې کتابونو مې لوستي دي"

هادیه بابکرخیل د خوست ولایت مرکز متون سیمې اوسېدونکې او د شپږم تولګي زده کوونکې ده.

هغه وایي د ښوونځی له کتابونو سربېره یې له څلویښتو زیات کتابونه لوستي دي، نه یوازې دا چې دې لوستي، بلکې خپلو نورو ټولګیوالو سره یې هم شریک کړي دي:

" زه چې کوم کتاب ولولم، د هغه کتاب په اړه خپلو همصنفیانو ته کیسې کوم، ورته وایم: کتابونه ولولئ، ذهن مو پراخېږي او معلومات مو ډېرېږي. ما چې څو واړه کتابونه لوستي وو. بیا زما همصنفۍ راته وویل چې ماته یې هم راکړه. کتابونه مې ورکړل. درې ورځې وروسته یې بېرته راته راوړل."

هادیې ته مې وویل تر اوسه دې چې دومره هم کتابونه لوستي، کوم کتاب دې په کې ډېر خوښ شوی دی؟

زما د خوښې کتاب «اخ وطنه» دی. ډېر ښکلی کتاب و، زما ډېر خوښ شو. د افغانستان په اړه بد او ښه شیان په کې وو
هادیه بابکرخیل

هغې وویل:

"زما د خوښې کتاب «اخ وطنه» دی. ډېر ښکلی کتاب و، زما ډېر خوښ شو. د افغانستان په اړه بد او ښه شیان په کې وو. کوم بد کارونه چې په افغانستان کې کېږي، هغه باید ونه شي. پر ښځو ظلم کول، په بده سترګه ورته کتل، حتی خندا ته یې نه پرېښودل او دا چې د سړو په مخ کې باید په لوړ غږ ونه غږېږي."

هادیه چې د خپل ټولګي دوهم نمره ده وايي، راتلونکي کې غواړي چې ډاکټره شي او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې پر افغان نجونو له شپږم ټولګي پورته د زده کړو محدودیت لرې کړي.

هادیې نه یواې خپل تولګیوال کتاب لوستلو ته هڅولې بلکې خپله وړه خور ثنا یې هم ورته لیواله کړې ده.

ما کوچني کتابونه اوکيسې لوستي دي لکه د بهلول دانا کيسه، د سيند پېغله، دواورې ملکه، مچۍ او د مرسل ګل کيسې او دا سې نور
ثنا بابکر خیل

ثنا ازادي راډیو وویل:

"ما کوچني کتابونه اوکيسې لوستي دي لکه د بهلول دانا کيسه، د سيند پېغله، دواورې ملکه، مچۍ او د مرسل ګل کيسې او دا سې نور. د واورې ملکې کيسه داسې وه:په يوه ملک کې پاچا او ملکه اوسېدل.ملکه ډېره مهربانه وه او د ټولو د زړه وړ وه."

ثنا اته کلنه او د دریم ټولګي زده کوونکې ده.

ښوونکي وايي، کتاب لوستل د ماشومانو علمي پرمختګ ته هم ګټه رسوي. د دوی په خبره هغه ماشومان چې د مطالعې عادت لري، په ښوونځي کې ښه زده کړه کوي او د درسونو په پوهېدو کې له ستونزو سره کم مخ کېږي.

هغه ماشومان چې د مکتب د کتابونو تر څنګ ازاده مطالعه کوي، د هغوی فکري او د تخیل او ذهنیت برخه ډېره عالی او ښه وي
ښوونکی محمدالله مسعود


له دې ډلې د پکتیا ولایت د میرزکه ولسوالۍ یو ښوونکي محمد الله مسعود ازادي راډیو ته وویل:

" هغه ماشومان چې د مکتب د کتابونو تر څنګ ازاده مطالعه کوي، د هغوی فکري او د تخیل او ذهنیت برخه ډېره عالی او ښه وي، کله چې دوی ته درس ورکول کېږي ډېر ښه ورباندې پوهېږي. ما خپله تجربه کړې چې کله هم زه په ښوونیز مرکز کې کوم شاګرد ته ناول، د لنډو کیسو، ارواپوهنې یا کوم اسلامي کتاب ورکوم، نو هغوی ډېر ښه اخیست ترې کړی وي، او چې دې ته ورته کومه موضوع بیا د مکتب په کتاب کې راغلې وي، دوی یې ښه تشریخ کولای شي."

د ماشومانو د ادبیاتو یو شمیر لیکوال او فعالین هم همدا خبره کوي زیاتوي، کتاب لوستل د ماشومانو د ژبې، فکر، زده کړې او اخلاقو له ودې سره ډېره مرسته کوي.

ماشومانو ته د تربیت مجلې پخوانۍ مسوولې مدیرې مینا زماني ازادي راډیو ته وویل:

کتاب ویل په ماشومتوب کې نه یوازې دا چې د ماشوم پوهه لوړوي بلکې د فکري، ژبني، عاطفي او ټولنیزې ودې په برخه کې یې هم مهم رول لوبوي
د ماشومانو د روزنې د مجلې پخوانۍ مسئول مدیره مینا زماني


" کتاب ویل په ماشومتوب کې نه یوازې دا چې د ماشوم پوهه لوړوي بلکې د فکري، ژبني، عاطفي او ټولنیزې ودې په برخه کې یې هم مهم رول لوبوي او په راتلونکي کې د هغه د بریاوو پوخ بنسټ جوړوي. "

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ماشومانو ته ډېره کمه د ازادې مطالعې زمینه برابر ده، ډیری سیمې یا کتابتونونه نه لري او یا هم د دوی د عمر او خوښې مناسب کتابونه په کې نشته.

په نورو هیوادونو کې لیکوالان د ماشومانو بېلابیلو سني ګټه ګوریو ته په پام ورته د کیسو، شعرونو او هم معلوماتي کتابونه ورته لیکلي، کورنۍ هم خپل مسوولیت ادا کوي او له بازار یې ورته پیرې، خو په افغانستان کې څه د حکومتونو نه پاملرنې او څه هم د خلکو بې وزلۍ ډېری ماشومان له کتاب او مطالعې لرې کړي دي.

خو د هادیې او ثنا په شان ځني ماشومان شته چې کورنۍ یې له یو او بل ځای ورته د کتابونو پیدا کولو هڅه کوي.

هادیه وايي، کورنۍ یې په دې باور ده چې کتابونه ماشوم ته د نړۍ د پېژندلو او د دوی د وړتیاوو د پراختیا فرصت برابروي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG