د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۳۵

ورزشي لوبغاړي؛ هفوی چې هیواد ته ویاړونه راوړي خو نه تقاعد او نه بیمه لري

یو شمېر افغان ورزشي لوبغاړي وایي سره له دې چې په ملي او نړیواله کچه یې د افغانستان استازیتوب کړی او مډالونه یې ګټلي خو په هېواد کې دننه د لوبو تر پرېښودو وروسته تقاعد، بیمه او مالي ملاتړ نه لري.

د افغانستان د مختلطو رزمي لوبو (ام ام اې) لوبغاړی احمد ولي هوتک وايي «هغه لوبغاړي چې اوس هم په ملي ټیمونو کې دي او د افغانستان لپاره لوبېږي، هغوی په میاشت کې زر افغانۍ معاش لري هغه هم کله ورکوي کله نه، نو تقاعد خو اصلاً نشته.”

ده ازادي راډیو ته وویل چې ډېری ورزشکاره ملګري یې چې له لوبو لرې شوي، له ګڼو اقتصادي ستونزو کړېږي:

"په افغانستان کې له بده مرغه ډېر ښه ورزشکاران چې کله لوبې پرېږدي، له ډېر بد وضعیت سره مخامخ کېږي، خصوصاً رزمي ورزشکاران، همدا ده چې د دوی حالت د نورو ځوانانو انګېزه هم کمزورې کوي، نو په افغانستان کې دا لوبغاړي چې ویاړونه لري چې کله ورزش پرېږدي، هېڅ ورته پام نه کېږي، زموږ اکثریت لوبغاړي په ډېره بې چاره ګۍ او غریبۍ کې ژوند کوي او بالاخره همداسې ژوند له لاسه ورکوي."

ځینې ورزشکاران ټینګار کوي چې د نورو هېوادونو په څېر باید د ملي اتلانو لپاره د تقاعد، روغتیايي بیمې او نورو ټولنیزو امتیازونو ځانګړی سیستم موجود وي، څو هغوی د ورزش له پرېښودو وروسته له اقتصادي ستونزو سره مخامخ نه شي.

احمد ولي هوتک «هغه لوبغاړي چې اوس هم په ملي ټیمونو کې دي په میاشت کې زر افغانۍ معاش لري هغه هم کله ورکوي کله نه، نو تقاعد خو اصلاً نشته.”

له دې ډلې د بامیان ولایت اوسېدونکی او غر ختونکی او د سکي لوبډلې پخوانی غړی مرتضی نجفي وايي:

"دا چې یو لوبغاړی تقاعد او بیمه ونه لري دا لویه ننګونه ده، خصوصا هغوی چې د ملي ټیمونو غړي دي، کلونه ویاړونه راوړي خو اخر کې هم چې نور دوام نه شي ورکولای، نور خپله پوهېږي او خدای یې، لوبغاړو ته هېڅ ځانګړې بودجه نشته، چې که کلونه تمرینونه وکړي له هېواد بهر ورته د یوې لوبې فرصت نه برابرېږي،که بهر مسابقه هم ورکوي باید په خپل شخصي لګښت یې وکړي، په داسې حال کې چې په دې شرایطو په ډېره سختۍ د خپلې شپې ورځې خواړه او پیسې پیدا کولای نه شي."

خو د ملي لوبډلو ځینې ښځینه لوبغاړې چې اوس په کورونو کښېنول شوي، دوی ته د مالي ملاتړ نشتون تر نورو ډېر سخت تمامېږي، ځکه په خبره یې نه په شخصي ډول په ورزشي فعالیتونو ځان ته نفقه برابرولی شي او نه هم په رسمي ډول ورته د ورزش کولو اجازه ورکول کېږي.

د افغانستان د هنډبال ملي لوبغاړې او د کابل ښار اوسېدونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل:

"اوس چې په افغانستان کې نجونې نه یوازې له ورزشه لرې کړل شوي بلکې حتا له هغو کارونو او دندو ایستل شوي چې کولای یې شول پرې یوه مړۍ ډوډۍ په کې پیدا کړي، نو په ټوله کې لوبغاړي چې لرې شوي او زما همځولې چې موږ ملي لوبډلو کې وو، هېڅ ډول مالي ملاتړ نه لرو، نه له ښځینه لوبغاړو مالي ملاتړ کېږي او نه له نارینه وو.”

د طالبانو حکومت د تعلیم، کار او ګڼو نورو محدودیتونو تر څنګ د ښځو پر ورزشي فعالیتونو بندیز لګولی دی.

دغه شان د کرکټ ملي لوبډلې درې پخوانیو لوبغاړو هم د نوم او غږونو د نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د لوبو تر پرېښودو وروسته د کرکټ بورډ له خوا د دوی هېڅ ډول مالي ملاتړ نه کېږي او نه هم د تقاعد په شان کوم حق لري.

دا زیاتوي، ډېری پخواني لوبغاړي چې د لوبو پر مهال ژوبل شوي وو، اوس په خپل شخصي لګښت درملنې کوي.

هڅه مو وکړه په راپور کې د دې مرکه شویو ورزشي لوبغاړو د ستونزو او غوښتنو اړوند د طالبانو د حکومت تر کنټرولو لاندې د المپیک، بدني روزنې او ورزش ادارې مشر احمد الله وثیق او یا د دې ادارې د ویاند اتل مشواڼي نظر واخلو خو د راپور تر خپرېدو یې د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

خو ښاغلي وثیق تر دې وړاندې له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي و چې دوی د لوبغاړو لپاره په مختلفو برخو کې د مالي ملاتړ او ورزشي فعالیتونو لپاره له نړیوالو بنسټونو د همکارۍ د فرصتونو د برابرولو په هڅه کې دي.

د یادونې ده چې په افغانستان دننه له لسیزو راهیسې ورزشي لوبغاړي د مالي ملاتړ د تقاعد او بیمې د نشتوالي شکایتونه کوي او وایي ډېری یې په ځانګړې توګه د انفرادي لوبو لوبغاړي په خپل شخصي لګښتونو له هېواده بهر لوبو ته ځي.

افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې په بېلابېلو ورزشي څانګو لکه تکواندو، فري فایټ، غېږنیونه، سوک‌وهنه، ووشو، فوټبال، کرکټ او نورو برخو کې په نړیوالو سیالیو کې مډالونه او ویاړونه ترلاسه کړي دي. خو یو شمېر هغه ورزشکاران چې په کلونو یې د هېواد استازیتوب کړی، وايي له لوبو څخه تر تقاعد وروسته د دوی د ژوند د دوام لپاره کوم منظم تقاعدي معاش یا حمایوي سیستم نه شته.

دوی وایي، په ډېرو هېوادونو کې پخواني ملي لوبغاړي د تقاعد، روغتیايي بیمې او له نورو امتیازونو برخمن وي، خو په افغانستان کې د داسې یوه میکانیزم نشتون د دې لامل شوی چې ګڼ پخواني ورزشکاران له اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG