د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۳۵

په اتو ګرمیسرو ولایتونو کې اختصاصي او ایګزیت ازموینې;خو بیاهم د نجونو او ښځو له ګډون پرته

ارشیف
ارشیف

دازموینې ادارې د پنجشنبې په ورځ وویل چې د جمعې په ورځ د چنګاښ په پنځمه  د افغانستان په اتو ولایتونو کې اختصاصي او ایګزیت ازموینې اخیستل کیږي خوبیا یې هم دیته اشاره ونکړه چې نجونې او ښځې په کې ګډون کولی شي کنه. له زده کړو او ازموینو محرومې نجوني او ښځې وايي له خپل حق څخه بیاهم محرومې پاته شوې.

کابل کې د ازموینو د عمومي ادارې له اعلان سره سم نن (جمعه ) د افغانستان په اتو ګرمسیرو ولایتونو کې اختصاصي او ایګزیت ازموینې ترسره کیږي خو بیاهم نجونو او ښځو ته په کې د ګډون حق نه دی ورکړل شوی.

د غزني ولایت د طب پوهنځي د دریم سمستر پخوانۍ محصلې فتانې په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته وویل هغه نجونې چې په سختو شرایطو کې یې زده کړې کړي اوس نه یواځې له زده کړو بلکه له کار او خلکو ته د خدمت له حق هم محرومې شوي دي.

هغه وايي په ژوره توګه ناهیلې شوې او خپلې راتلونکې ته اندیښمنه ده.

دا یواځې د امتحان موضوع نه ده بلکه دهغو نجونو د راتلونکې مسئله ده چې خپلې زده کړې یې بشپړې کړي دي
د طب د دریم سمستر پخوانۍ محصله فتانه


" دا یواځې د امتحان موضوع نه ده بلکه دهغو نجونو د راتلونکې مسئله ده چې خپلې زده کړې یې بشپړې کړي دي او اوس د کار حق هم نلري ځکه چې که د ایکزیټ امتحان وانخیستل سي دکار حق نه ورکول کیږي، دنده نه ورکول کیږي. مونږ ډیرې ناهیلې او خواشینې یو ځکه هغه زحمتونه چې کلونه مو ورته ویستلي وو نن بې برخلیکه ښکاري . زمونږ هیله داده چې نجونو ته هم د امتحان او کار مساعد فرصت ورکړل سي. څو وکولای شو دخپل مسلک له لارې خلکو ته خدمت وکړو. "

د طالبانو حکومت په تیرو پنځو کلونو له شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو په زده کړو بندیز لګولی دی او دکورنیو او بهرنیو فشارونو سره سره یې په دغې پالیسۍ کې د بدلون نښه نه ترسترګو کیږي.

د کوچنیانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق، (یونېسف) خپل وروستي یو راپور کې وویل چې له اټکلونو سره سم په ۲۰۲۴ کال کې د شاوخوا ۲.۶ میلیونه تنکیو ځوانو نجونو په شمول له ۷ تر ۱۸ کلونو پورې شاوخوا ۳.۸ میلیونه نجونې له ښوونځیو محرومې وې او په تېرو پنځو کلونو کې لږ تر لږه ۱ میلیون نجونې په ثانوي زده کړو د محدودیتونو څخه په مستقیم ډول اغېزمنې شوې دي.

د یونېسف د راپور پر بنسټ که محدودیتونه همداسې دوام ومومي، نو تر ۲۰۳۰ کال پورې به دا شمېر له ۲ میلیونو څخه واوړي.

دغو محدودیتونو خصوصا په روغتیايي خدماتو څرګند اغیز کړی دی.

د فراه ولایت یوې میرمنې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د ښځینه روغتیاپالانو د کموالي څخه ازادي راډیو ته په څرګندونو کې شکایت وکړ.

په دې ولایت کې نه یواځې ډاکټران کم دي بلکه دقابلو کمښت دپام وړ زیات دی
یوه فراهي میرمن


" په دې ولایت کې نه یواځې ډاکټران کم دي بلکه دقابلو کمښت دپام وړ زیات دی. پخوا وضعیت ښه وو قابله ګانې ډیرې وې ، هرځای ته به چې تلو قابله به پیدا کیده او دوی به له ښځو سره مرستې کولې خو اوس ان ښځینه نرسانې نشته. مونږ اړ یو چې د ډیرو وړو ناروغیو او حتی دیوې پیچکارۍ یاهم دیوې وړې معاینې لپاره هم نارینه ډاکټرانو ته ورشو چې هلته مونږ ته پیچکاري وکړي یا مو معاینه کړي."

یونیسیف د روان میلادي کال د اپرېل په ۲۸مه په خپل یو بل راپور کې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو روان بندیز کولای شي تر ۲۰۳۰ کال پورې دغه هېواد له ۲۰ زره زیاتو ښځینه ښوونکو او له پنځو زرو ډېرو روغتیایي کارکوونکو له کمښت سره مخامخ کړي.

کابل کې دازموینې ادارې د پنجشنبې په ورځ وویل چې د جمعې په ورځ د چنګاښ په پنځمه د افغانستان په اتو ولایتونو کې اختصاصي او ایګزیت ازموینې اخیستل کیږي خوبیا یې هم دیته اشاره ونکړه چې نجونې او ښځې په کې ګډون کولی شي کنه.

خبرپاڼه وايي د ۱۴۰۵ کال د ګرمسیرو ننګرهار، لغمان ،کندهار، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو اختصاصي یا دڅوارلسمو ټولګیو دفارغانوازموینې او په زابل او ارزګان ولایتونو کې د عامې روغتیا اړوند د روغتیايي علومو خروجی یا ایګزیټ امتحان اخیستل کیږي.

خبرپاڼه کې راغلي چې دازموینې دبهیر د بشپړشفافیت،دقت او عدالت لپاره د بایومیتریک معلوماتو د ثبت بهیر ترسره کیږي.

خوخبرپاڼه کې دا وضاحت نه دی ورکړل شوی چې له زده کړو او ازموینو د نجونو او ښځو د محرومیت په صورت کې عدالت څنګه ترسره کیدلاسي؟

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG