د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۰۸

د بي بي سي څیړنه: ترکیې پولیس د لسګونو افغان کډوالو په مرګ او معلولیت تورن دي

شهسوار هغه افغان ځوان چې د ترکیې په سرحد کې يې د یخې هوا له کبله دواړه لاسونه او پښې پرې شوې
شهسوار هغه افغان ځوان چې د ترکیې په سرحد کې يې د یخې هوا له کبله دواړه لاسونه او پښې پرې شوې

د ترکیې او ایران له سرحده افغانستان ته ستانه شوي یو شمیر افغان کډوال وايي،" ترکیې پولیسو وهلي، لوټ کړې او په سړه هوا کې يې یوازې پریښې دي".

د بي بي سي د ترکیې څانګې د څيړنو له مخې،" د ترکیې په وان ښار کې د ۵۰ افغان کډوالو له ډلې چې اروپا ته يې د تګ نیت درلود شل کسان مړه او د سړې هوا له کبله د یولسو نورو د بدن غړي پرې شوي دي".

په موږ ترکانو ډزې وکړې او محاصره يې کړو، د تښتې هیڅ لار نه وه، درې ورځې هغوي سره وو، ډوډۍ يې نه راکوله، یوازې يې وهلو او اوبه يې راکولې، په هغه شپه يې چې خوشي کولو موږ يې ووهلو، بوټان، جورابې او کورتي هر څه يې رانه واخیستل او بیا يې اته اته نفره راخوشې کولو
شهسوار

په دغه څیړنه کې له دولسو هغوو افغان کډوالو سره مرکې شوي چې عمرونه يې له ۱۳ څخه تر ۲۵کلونو پورې دي.

د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ اوسیدنکی شهسوار یو له هغوو پنځوس کسانو و چې په سړې هوا د ترکیې او ایران په سرحد کې د ترکیې ځواکونو له خوا ونیول شو.

هغه اوس افغانستان کې دی خو معلول دی او دواړه پښې او لاسونه يې د ترکیې په سړه هوا له لاسه ورکړې دي.

هغه ازادي راډيو ته وویل،

"په موږ ترکانو ډزې وکړې او محاصره يې کړو، د تښتې هیڅ لار نه وه، درې ورځې هغوي سره وو، ډوډۍ يې نه راکوله، یوازې يې وهلو او اوبه يې راکولې، په هغه شپه يې چې خوشي کولو موږ يې ووهلو، بوټان، جورابې او کورتي هر څه يې رانه واخیستل او بیا يې اته اته نفره راخوشې کولو".

د بي بي سي په څیړنه کې افغان کډوالو ورته ادعا کړې چې "ترکیې پولیسو دوی څو ورځې په سختو شرایطو کې ساتلي وو، په اوسپنیز راډونو يې وهلي، بوټان، جورابي او نور سامانونه يې ترې اخیستي وو او په منفي ۱۵ درجه سړه هوا کې يې بیرته ډلې ډلې د ایران سرحد ته شړلي وو".

په دې ډله کې د سړې هوا له کبله د ۱۳کلن عاصم او ۲۰کلن شهسوار په ګډون د ۱۱ کسانو د بدن د غړو د پرې کیدو خبره تایید کړې ده.

بي بي سي د دغو کډوالو په حواله ویلي، " د راستانیدو په لار کې ۲۰ افغان کډوال مړه شوي دي".

شهسوار بیا ازادي راډیو سره خبرو کې وویل،" زموږ د ګیم په ۵۲کسانو کې ۳۰ کسان مړه شوي وو او ۱۴کسانو ځانونه سفارت ته رسولي وو، خو اته او که نهه کسان نور نادرکه وو".

خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت بیا د افغان کډوالو دغه ادعاوې ردوي.

دغه وزارت بي بي سي ته ویلي،" د ترکیې سرحدي امنیتي ځواکونه د ملي او نړیوالو قوانیو په چوکاټ کې عمل کوي او انساني وقار ته درناوی لري".

د دغه وزارت په ټکو،" نیول شویو غیرقانوني کډوالو ته اوبه، خواړه او طبي مرستې د بشري حقونو په چوکاټ کې برابروي".

ترکیه او ایران اروپا ته د رسیدو لپاره د افغان کډوالو لویه لاره ده.

خو په دغه خونړۍ لار هرکال په سلهاوو افغان کډوال مړه او نادرکه کیږي.

ترکیه چې په لویه کچه د افغان او سوريي کډوالو کوربه هېواد دی، هر کال د کډوالو په نوم له نړیوالو په میلیونو ډالره مرسته ترلاسه کوي.

له دې مخکې د بشري حقونو د څار او د بښنې نړیوالو سازمانونو راپور ورکړی و چې ترکیې او ایراني چارواکي په غیرقانوني توګه افغان کډوال بیرته افغانستان ته ډپیورټ کوي او د خوندیتوب هر ډول امکاناتو ته يې لاسرسی محدودي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG