د ۴۰ کلنۍ څخه د پورته مېرمنو په بدن کې کوم بدلونونه راځي او دغه راز په ياده موده کې کوم څه بايد ترسره شي؟ پهدې اړه نور په لاندې ويډيو کې:
د طالبانو یو سرتېری په مزارشریف ښار کې له یوه ټکسي چلوونکي سره په شخړه کې ټپي شوی دی. په خواله رسنیو د دې شخړې ویډیو لاس په لاس کېږي، چې طالب سرتېری پر موټرچلوونکي لاس پورته کوي خو د اخ او ډب پرمهال د طالب له ټوپکه ډز کېږي او په خپله په پښه ټپي کېږي.
حسن نصرالله له دېرشو کلونو زیات د حزبالله مشر و. حزبالله چې امریکا یې ترهګره ډله ګڼي د ایران له ملاتړ برخمنه ده. د اسراییلو پوځ د شنبې په ورځ وویل چې د جمعې په ورځ یې په بیروت کې د حزبالله ډلې د قوماندې مرکز تر هستوګنو ودانیو لاندې په هوايي بریدونو کې هدف وګرځاوه.
د اسراییلو او په لبنان کې د حزبالله سختدریځې ډلې ترمنځ شخړې د زیاتېدو په حال دي او اوربند ته د رسېدو کومه نښه هم نه لیدل کېږي. حزبالله د امریکا د متحدهایالاتو له لوري د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي او اروپايي ټولنې هم د حزبالله نظامي څانګه په تور لېست کې اضافه کړې ده.
اوومه ورځ - له سعید شینواري سره
د هالیووډ پېژندل شوې ستورې او د اسکار جایزې ګټونکې مریل ستریپ د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په انګړ کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل: "په کابل کې نن د یوې ښځې په نسبت یوه پیشو ډېره آزادي لري."
د سېپټېمبر پر ۲۳مه د پاکستان د يوشمېر نورو برخو په څېر په بلوچستان کې هم د پښتنو کلتوري ولمانځل شوه. د دې ورځې په تړاو په کوټه ښار کې په جوړو شويو دستورو کې د کلتور د ارزښت په اړه پر ويناګانو سربېره د پښتنو د کلتوري توکو نندارتونونه جوړ شوي ول..
نړیوال پر افغانو ښځو او نجونو د طالبانو بندیزونو ته څه بدیل لري؟ ولې یو شمېر د بشري حقونو فعالانې چې افغانې نه دي، په نړیواله کچه د افغانو ښځو او نجونو غږ پورته کوي؟ فریدې سیال په دې مرکه کې د ازادې اروپا/ازادي راډیو د ډایرکټرانو د بورډ مشرې لیزا کورتس سره په همدې موضوعاتو خبرې کړي دي.
خدادادي د چهارشنبې په ورځ په پاریس کې د یوشمېر افغانانو لهخوا د هغې د درناوي په موخه په جوړ شوي پروګرام کې ازادي راډيو ته وویل، هغې افغان مېرمنو ته د پارالمپیک مډال ډالۍ کړ او هیلهمنه ده، چې نورو افغان مېرمنو ته هم الهام او هیلې ورکړي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنيټ چې طالبانو يې افغانستان ته پر ورتګ بنديز لګولی وايي، د طالبانو ياده پرېکړه به يې د افغانستان د بشري وضعيت په اړه د ده پر راپورونو اغېز ونهکړي.
تېره اونۍ له متفاوتې زاویې
د غور-دایکندي پر لویه لاره د داعش له لوري د یو شمېر وژل شویو هزارهګانو د تدفین مراسم ترسره شول. وسلهوالو کسانو د پنجشنبې په ورځ د دایکندي-غور پر لویه لاره د یادو کسانو موټر درولی او پرې ډزې یې کړي دي. وژل شوي کسان له کربلا څخه د راستانه شویو زیارت کوونکو د هرکلي په موخه د غور فېروز کوه ښار ته تلل.
نور راوښيه