اوومه ورځ له سعید شینواري سره
له کورنۍ په پټه د کابل پر سړکونو اعتراض او د طالبانو پر ضد غږ پورته کول خپل ژوند په خطر کې اچول دي. راضیه بارکزۍ چې د کابل پر سړکونو له لومړنیو اعتراض کوونکو وه، وايي: "لاریون ته د راتګ پر مهال مې فکر کوه چې بېرته ژوندۍ نه راځم." راضیه د هغو ورځو کیسې کوي چې د طالبانو پر ضد يې اعتراضونه پیل کړل.
د اوکراین باخموت ته نږدې د ازادې اروپا راډیو دوه کارکوونکي د روسي ځواکونو د مرمۍ تر برید لاندې راغلل. خبریال رومن پاخولیچ او فلم اخیستونکی پاولو خودوف دې سیمې ته د بې پیلوټه الوتکو د چلوونکو په اړه راپور جوړولو ته تللي وو چې څنګ ته یې یوه مرمۍ ولګېدله. په برید کې دوه اوکرایني سرتېري هم ټپي شوي.
د اوکراین په ختیځ کې باخموت ته نږدې د ازادې اروپا راډیو دوه کارکوونکي د روسي ځواکونو د یوې مرمۍ تر برید لاندې راغلل. خبریال رومن پاخولیچ او فلم اخیستونکی پاولو خودوف دې سیمې ته د بې پیلوټه الوتکو د چلونکو په اړه راپور جوړولو ته تللي وو چې څنګ ته یې یوه مرمۍ ولګېدله.
د محدودیتونو په نړۍ کې ښايي هېڅ د تللو لاره ونه لیدل شي، خو ځینې کسان ښيي چې خلاقیت او اراده کولی شي څو هر سرحد شا ته پرېږدي. معلوله انځورګره زهرا محمدي خپل استعداد، وړتیا او انګېزه نندارې ته وړاندې کوي او وايي: "هېڅ حالت ته تسلیمه نه شوم. برس یا قلم مې په خوله کې ونیوه او انځورونه مې ایستل."
په کابل کې د ترافیکي څراغونو لګول د ترافیکي وضعیت ښه والي او د سړکونو د ګڼې ګوڼې د کمښت لپاره مهم ګام بلل کېږي. د دې څراغونو لګول کولای شي چې د سړکونو کې تګ راتګ لپاره د خلکو او موټر چلوونکو د پوهاوي زیاتوالي او دغه راز د قوانینو د رعایتولو لامل شي. دا ګام څومره عملي دی؟
د افغانستان د آزادۍ جبهې په نوم د طالبانو یوه مخالفه ډله ادعا کوي چې د کابل پر هوايي ډګر یې راکټي برید کړی دی. دې جبهې ویلي چې د هوايي ډګر پر نظامي برخه یې برید کړی او طالبانو ته یې د سرومال درانه تاوانونه اړولي دي. په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دې عملیاتو لس دقیقې دوام درلود.
په فرانکفورت کې د کتاب پنځه ورځني نندارتون کې سلو هېوادونو برخه اخیستې چې د افغانستان د پښتو او دري ژبې اثار هم په یوه غرفه کې نندارې ته وړاندې شوي دي. دغه نندارتون د تلې یا میزان میاشتې په ۲۵مه پیل شوی و چې تېره ورځ پای ته ورسېد.
د کندهار بزګر او د تازه مېوې سوداګر وایي، سږ کال یې د انګورو او انارو حاصل ښه و، خو په هېواد کې بازار نهشته او پاکستان پرې مالیه لوړه کړې ده. دا سوداګر د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې تازه مېوو ته د بازار موندلو برخه کې ورسره مرسته وکړي.
د خیبر درې په ریګي للمه کې د اکتوبر په څوارلسمه د پښتنو جرګې دوه ویشت وړاندیزونه وکړل، یو مهم وړاندیز یې دا دی چې په دوو میاشتو کې دې د پښتنو له سیمو پوځیان او وسله والې ډلې لکه تحریک طالبان پاکستان او داعش ووځي.
د ازبکستان یو کلی د اوبو له سخت کمښت سره مخ دی او اوسېدونکي یې د څښاک اوبو لاسته راوړلو لپاره باید څو کیلومتره لار ووهي. ازبکستان یو له هغو هېوادونو دی چې له اقلیمي بدلون، په ځانګړې توګه له وچکالۍ زیانمن شوی دی.
نور راوښيه