نامعلومو وسلهوالو نن سهار په بلوچستان د سکرو په یوه کان کې ۲۰ تنه ووژل. پهدې پېښه کې چې د بلوچستان په ډوکي کې شوې، ۷ تنه نور ټپیان شوي دي. حمله کوونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي او تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نهدی اخیستی.
دا اونۍ یې ډیر مطالب په خیبر کې منظور پښتین له خوا د وربلل شوې قومې جرګې په اړه راڅرخي.
د افغانستان په غور ولایت کې زرګونه زدهکوونکي له لومړنیو ښوونیزو اسانتیاو پرته په ازاده فضا کې پر زدهکړو بوخت دي. غور کې سیمهییز طالب چارواکي وايي، په دغه ولایت کې اویا سلنه ښوونځي ودانۍ نهلري.
پي ټي اېم په خیبر کې د جرګې لومړنۍ چارې پیل کړي
نوموړي تېره شپه په جمرود کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور پښتين سره يوځای خبريالانو ته وويل، هغه به د اعلا وزير په حيث د جرګې د قراردادونو د عملي کولو او پښتنو ته د ورپېښو ستونزو د هواري لپاره پر هر دريځ غږ پورته کوي.
د امریکا د فدارلي څېړنو ادارې (ايفبيآی) ويلي، نصير احمد توحيدي يې د راتلونکو ټاکنو ورځې ته د یو برید د پلان په تور نيولی دی. د ياد افغان نيول کېدو، امريکا کې د افغان کډوالو پر ژوند څه اغېز کړی؟
مېرمن رخشانه چې د افغانستان د لومړنيو ښځينه سندرغاړو له ډلې وه، له خپلې مور يې د موسيقۍ الهام اخيستی او د نورو ښځو لپاره يې د موسيقۍ په ډګر کې لار پرانيستې.
پښتون ژغورنې غورځنګ یا "پيټيایم" وايي چې د خیبر ضلعې په رېګي للمه کې د "پولیسو او ایفسي ځواک په مستقیمو ډزو کې" یې درې غړي وژل شوي دي. غورځنګ د اکټوبر پر نهمه پر خپله رسمي ایکسپاڼه یا پخواني ټوېټر په بیان کې په ډزو کې د مرګژوبلې د زیاتېدو وېره ښودلې ده.
يو شمېر هغه نجونې چې هرات ولايت کې يې، د لاسي صنایعو په نندارتون کې یې برخه اخیستې وه، د خپلو تولیداتو لپاره د ملاتړ غوښتنه کوي. نور په ويډيو کې:
یو کال مخکې پهدې ورځ حماس ډلې پر اسرايیل ناببره حمله وکړه، نژدې ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ نور یرغمل کړل. اسرايیل پر دغه هېواد د حماس ډلې د حملې د کال پوره کېدو په مناسبت نن دوشنبه یادغونډه وکړه. نور په دې راپور کې:
په هرات ولایت کې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر اوومه یوه زوروه زلزله راغلې وه، چې پهکې ګڼو خلکو ته مالي او ځاني تاوانونه رسېدلي وو. په زندهجان کې خلک وايي چې، د ولایت د نورو سیمو په ېیر دغلته هم د زلزلې یو کال تېرېدو سره کورونه، ښوونځي او روغتونونه ړنګ پراته دي چې له امله یې خلک له ستونزو سره مخ دي.
د الکساندر چسوف په نوم يو بڼوال چې د نړۍ د يو لوی کدو روزنه يې ترسره کړې، په يوه حيرانوونکې سيالۍ کې ګټونکی شو. دا سيالي د هغو کسانو ترمنځ چې لوی کدوان روزي، د روسيې د نبات پېژندنې په يو لرغوني باغ کې جوړه شوې وه. نور په ويډيو کې:
نور راوښيه