په لسګونو کورنۍ چې درې مياشتې وړاندې د فيروزکوه ښار اړوند د سېلابونو له امله کډې شوې وې اوس هم تر خېمو لاندې ژوند کوي. تازه زورورو باد د دوی خېمې ویجاړې کړي دي.
د افغانستان د نیمروز ولایت په یوه مرکز کې لسګونه روږدي تر درملنې لاندې دي. دوی وايي، هیله لري چې د درملنې په بشپړېدو سره بیا ځلي خپل عادي ژوند ته وګرځي.
له ایران سره سرحد کې د زیات شمېر افغانانو وژل کېدل؛ غبرګونونه او د پېښې څرنګوالی
مريم امرخېل يوه افغان سوداګره او فعاله، چې اوس په جرمني کې اوسېږي، لسګونه افغان کليوالو ښځو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده. هغه د کلیوالو ښځو لاسي صنایع د اروپا په بازارونو کې پلوري. مريم امرخېل د طالبانو تر بيا واک ته رسېدو مخکې په افغانستان کې کار او زدهکړې کولې.
هالنډ له ازبکستان سره د رد شویو افغان پناه غوښتونکو د ایستلو په اړه پر یوه موافقه غور کوي. اخوا سویس دا اوونۍ دوه افغان کډوال چې مجرمین بلل شوي وو، بېرته کابل ته استولي دي. صفي الله ستانکزی او نور جزییات
د اکتوبر ۱۳مه شپې ناوخته د درې ورځنۍ جرګې يو ۲۲ مادهييز پرېکړه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين په تالار کې ناست په زرګونو ګډونوالو په وړاندې اعلان کړ. د جرګې د پرېکړو د اعلان پر وخت د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امین ګنډه پور او نور مشران په سټېج ناست وو.
د خیبر په رېګي للمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په کوربهتوب د "پښتنو قامي عدالت" په نوم لویې جرګې ته د پاکستان له پښتون مېشته سیمو څخه ګڼې ښځې او فعالانې هم ورغلي دي. فعالانې وايي چې دا خورا مثبته خبره ده چې ښځې هم په دې جرګه کې ونډه لري او د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه کوي. نور په وېډیو کې:
علي بلال د نارینه وو فزیک برخه کې د سپینو زرو مډال په ګټلو بریالی شو. بلال له کلونو راهیسې اروپا کې اوسیږي او یواځینی افغان لوبغاړی دی چې د نړۍ د اندام د ښکلا په تر ټولو معتبره سیالیو کې برخه اخلي. صفي الله ستانکزي پرې لنډ راپور جوړ کړی
په خیبر ضلع کې د "پښتنو قامي عدالت" په نامه جرګه د اکتوبر پر ۱۲مه رسماً پیل شوه. د اکتوبر ۱۳مه د جرګې وروستۍ ورځ ده او د منتظمينو په وینا، پکې به د استازو پر سپارښتنو تر بحثونو وروسته حتمي فیصلې او د راتلونکې تګلاره اعلانېږي. تفصيل په ويډيو کې وګورئ.
شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د طالبانو حکومت د ازادو مبارزو په رسمي سیالیو بندیز ولګاوه. د دې بندیز لامل دا ښودل شوی چې لوبغاړي د يو بل مخونه وهي، چې د طالبانو په وینا "دا د انساني کرامت او اسلامي شریعت" خلاف کار دی. خو پهدې ډګر کې د سلګونو لوبغاړو برخلیک به څه وي؟
نامعلومو وسلهوالو نن سهار په بلوچستان د سکرو په یوه کان کې ۲۰ تنه ووژل. پهدې پېښه کې چې د بلوچستان په ډوکي کې شوې، ۷ تنه نور ټپیان شوي دي. حمله کوونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي او تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نهدی اخیستی.
دا اونۍ یې ډیر مطالب په خیبر کې منظور پښتین له خوا د وربلل شوې قومې جرګې په اړه راڅرخي.
نور راوښيه