د کندهار بزګر او د تازه مېوې سوداګر وایي، سږ کال یې د انګورو او انارو حاصل ښه و، خو په هېواد کې بازار نهشته او پاکستان پرې مالیه لوړه کړې ده. دا سوداګر د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې تازه مېوو ته د بازار موندلو برخه کې ورسره مرسته وکړي.
د خیبر درې په ریګي للمه کې د اکتوبر په څوارلسمه د پښتنو جرګې دوه ویشت وړاندیزونه وکړل، یو مهم وړاندیز یې دا دی چې په دوو میاشتو کې دې د پښتنو له سیمو پوځیان او وسله والې ډلې لکه تحریک طالبان پاکستان او داعش ووځي.
د ازبکستان یو کلی د اوبو له سخت کمښت سره مخ دی او اوسېدونکي یې د څښاک اوبو لاسته راوړلو لپاره باید څو کیلومتره لار ووهي. ازبکستان یو له هغو هېوادونو دی چې له اقلیمي بدلون، په ځانګړې توګه له وچکالۍ زیانمن شوی دی.
د نیمروز ولایت بزګران د کرنې لپاره د کافي اوبو سرچینو له کمښته شکایت کوي او دا کمښت د دې لامل شوی چې حاصلات یې کم شي. دوی په دې برخه کې د واکمنو طالبانو د پاملرنې غوښتنه کوي.
یو شمېر اسراییلیان د یحیی سنوار وژل انصاف ګڼي او یو شمېر فلسطینیان بیا د یحیی سنوار وژل کېدل د جګړې د لا پراخېدو په معنا ګڼي. د حماس ډلې مشر ۶۱ کلن یحیی د اسراییلو په یوه برید کې وژل شوی دی. امریکا او اروپايي ټولنه حماس یو ترهګر سازمان ګڼي. صفي الله ستانکزی او نور جزییات
اوومه ورځ له سعید شینواري سره
د طالبانو د حکومت لهخوا د ښځو پر کار او زدهکړو له محدودیتونو وروسته، ډېرو نجونو او ښځو د لاسي ګنډلو په ګډون نورو بېلابېلو کارونو ته مخه کړې ده. یوه یې ۱۹ کلنه زهرا حمیدي ده، چې د زدهکړو پر مهال یې له یوې بهرنۍ موسسې سره کار کاوه.
په لسګونو کورنۍ چې درې مياشتې وړاندې د فيروزکوه ښار اړوند د سېلابونو له امله کډې شوې وې اوس هم تر خېمو لاندې ژوند کوي. تازه زورورو باد د دوی خېمې ویجاړې کړي دي.
د افغانستان د نیمروز ولایت په یوه مرکز کې لسګونه روږدي تر درملنې لاندې دي. دوی وايي، هیله لري چې د درملنې په بشپړېدو سره بیا ځلي خپل عادي ژوند ته وګرځي.
له ایران سره سرحد کې د زیات شمېر افغانانو وژل کېدل؛ غبرګونونه او د پېښې څرنګوالی
مريم امرخېل يوه افغان سوداګره او فعاله، چې اوس په جرمني کې اوسېږي، لسګونه افغان کليوالو ښځو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده. هغه د کلیوالو ښځو لاسي صنایع د اروپا په بازارونو کې پلوري. مريم امرخېل د طالبانو تر بيا واک ته رسېدو مخکې په افغانستان کې کار او زدهکړې کولې.
نور راوښيه