د الکساندر چسوف په نوم يو بڼوال چې د نړۍ د يو لوی کدو روزنه يې ترسره کړې، په يوه حيرانوونکې سيالۍ کې ګټونکی شو. دا سيالي د هغو کسانو ترمنځ چې لوی کدوان روزي، د روسيې د نبات پېژندنې په يو لرغوني باغ کې جوړه شوې وه. نور په ويډيو کې:
د اوکراين لوی څارنوال وايي، د روسيې له لوري د جنګي بنديانو د ټولوژنې په اړه څېړنې کوي. په ټولنيزو شبکو کې تازه يوه ويډيو خپره شوې چې، د اوکرايني چارواکو په وينا روسي سرتېري پهکې ليدل کېږي چې د اوکراين جنګي بنديانو باندې ډزې کوي.
اوومه ورځ - له سعید شینواري سره
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر وایي، امریکا د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړه ده او خپلو مرستو ته به دوام ورکړي. د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د قطر په پلازمېنه دوحه کې فعالیت کوي.
د ځايي کروندګرو په خبره د وروستيو ورښتونو او اقليمي بدلون له امله سږکال د کندهار انګورو حاصلاتو کې کموالی راغلی دی. دغه راز بل پلو د پاکستان له لوري د افغان سوداګرو پر تازه مېوه د ماليې ۱۸سلنه لوړولو له امله هم بڼوال او د تازه مېوو سوداګر زيانمن شوي دي.
غورځنګ وايي، پوليسو بيا د خيبر د جمرود سيمې په رېګي للمه کې د هغوی د راتلونکې جرګې لپاره پر جوړ شوي انتظامي کمپ بريد کړی. د انتظامي کمپ مشرانو مشال راډيو ته ويلي، پوليسو د اکټوبر په دوهمه ماسپښين درې بجې د دوی کمپ ته اور ورته کړ او د غورځنګ پر غړو يې اوښلن ګاز وکاراوه او مخامخ ډزې يې ورباندې وکړې.
چوی سون هوا د چې نړۍ د ښکلا ملکه کېدل يې هيله وه، په کوریا کې د ښکلا سیالیو وروستي پړاو ته یې لاره موندلې وه، خو د نړۍ د ښکلا مسابقې ته یې لاره پیدا نهکړه. نور په ويډيو کې:
د راډیو افغانستان له لومړیو سندرغاړو یوې مېرمن پروین شا او خوا پنځه سوه سندرې ویلي وې. دې د کابل په مستورات ښوونځي کې لومړۍ زدهکړې کړې وې او وروسته یې د نرسینګ او قابلهګي په برخه کې درس ویلی و. د پروین مور د ستنې کار کاوه او کورنۍ يې ساتله.
د اسراييل پوځ ويلي دي، ايران پر اسراييل د توغنديو بريدونه پيل کړي دي. په تلابيب کې د خطر زنګ وهل شوی او له خلکو غوښتل شوي چې خوندي ځايونو ته پناه يوسي. دغه راز ايران هم ويلي، لسګونه توغندي يې پر اسراييل ور توغولي دي.
"که محدودیتونو ته تسلیمې شو، باید په کور کېنو"؛ هغه مېرمن چې له زدهکړو وروسته یې د نقاشۍ زدهکړې ته مخه کړې. یو شمېر هغه نجونې چې په مخکې د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي محصلانې وې، اوس یې پهدې ولایت کې د هنرونو یوه کارخونه جوړه کړې ده.
د اسراییلو پوځ د لبنان له پولې سره "محدود" ځمکني عملیات د نن سه شنبې له سهار وختي پيل کړي دي. پوځ ویلي چې د حزبالله په ځینو اهدافو یې بریدونه کړي دي. حزبالله چې پوځي او سیاسي ډله ده د امریکا لهخوا ترهګره ګڼل کېږي او اروپايي ټولنې یې یواځې پوځي برخه په تور لېست کې اچولې ده.
د دې لپاره چې پوه شئ دغه محدودیت لرې کړئ، دغه ویډیو کتلی شئ:
نور راوښيه