هرات کې یوې ښځې او مېړه له لفظي شخړې ځان وژنه کړې
په هرات کې ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي. د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، یوې ښځې او مېړه له لظفي شخړې وروسته ځان وژنه کړې ده. د هرات د حوزوي روغتون د عاجلې برخې مشر عزیزالرحمن جامي چې د وژل شوېو کسانو جسدونه د امنیتي ځواکونو له لوري روغتون ته لېږدول شوي دي. د ښاغلي جامي په خبره څېړنې ښيي چې مېرمن د چاقو د ضربو له کبله وژل شوي او سړي خپل ځان په دار ځړولی دی. د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې تر اوسه د دغه پېښې لاملونه نه دي څرګند شوي دي. د هرات د والي ویاند وايي، امکان لري چې دا پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځ ته شوي وي. هغه وايي، وژل شوې مېرمن د هرات د استېناف څارنوالۍ قراردادي کارکوونکې وه. هرات څخه د افغانستان د نورو ولایتونو په پرتله د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتو پېښو راپورونه ورکول کېږي. په وروستیو کلونو یو شمېر ښځو د کورنیو تاوتریخوالي له امله خپل ځانونه هم وسوځول. که څه هم اوس مهال په دغه ولایت د ښځو د ځان سوځولو پېښې راکمې شوي خو د ځان وژنې پېښې د لوړېدو په حال کې دي. ویډیو: شاپور صابور او ولي سباوون