هرات کې د "عليزي" ملاتړو د دغه ولایت لویې لارې تړلي
په هرات کې اعتراض کوونکي چې د ولايتي شورا د رئيس په ملاتړ وتلي، د دغه ولايت لويې لارې يې وتړلې. دوى د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د اختصاصي محکمې د حکم لغوه کېدل غواړي. دغې محکمې د ولايتي شورا رئيس کامران عليزى په اداري فساد تورن کړى، هغهيې په دوه کاله او شپږو مياشتو تنفيذي بند محکوم کړى دى. تر دې مخکې د هرات اسلامقلعه او هرات تور غونډۍ لارې هم د ولايتي شورا د رئيس په ملاتړ د اعتراضونو پر مهال تړل شوې دي. ویډیو او ایډیټ شاپور صابر